Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فاضل: پنځو ولایتونو کې د  لنډ مهاله مسلکي او حرفوي زده کړو پروګرامونه پيلوو

فاضل: پنځو ولایتونو کې د  لنډ مهاله مسلکي او حرفوي زده کړو پروګرامونه پيلوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/18

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو.اېن.ډي.پي) په مالي ملاتړ په پنځو ولایتونو هلمند، کندهار، خوست، بامیانو او دایکنډي کې د ټولنې لپاره د خوراکي توکو خوندیتوب، د ځوانانو اقتصادي ودې، زیانمنو کسانو د تغذیې او دغه راز ځوانانو ته د دایمي کاري فرصتونو برابرولو په برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو لنډ مهاله پروګرامونه پیلوي.

د دغې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال فضل الرحمان فاضل وايي، د دغو پروژو د پلي کولو لپاره چې لګښت یې ۲.۵میلیونه ډالره کېږي، له ۲۰ بنسټونو او موسسو سره هوکړې لاسلیک کړې.

فاضل زیاته کړه: « د کورنیو او ټولنې لپاره د خوړو خوندیتوب، د ځوانانو لپاره د مهارتونو او کارموندنې له لارې اقتصادي وده، د زیانمنو اقشارو لپاره د تغذیې ښه والی، د ځوانانو لپاره د پایداره کاري فرصتونو ایجادول. د دې پروژو ټولیز لګښت ۲.۵ میلیونه ډالره دی چې نن به یې له ۲۰ ملي بنسټونو سره د ۱.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شي. دا پروژې به د راتلونکو پنځو میاشتو په موده کې بشپړېږي.»

فاضل وايي، په ټول افغانستان کې د لنډ مهاله تخنیکي او مسلکي زده کړو له ۱۵۰ زیات فعال مرکزونه لري چې اوس مهال په کې نږدې ۴ زره کسان په بېلا بېلو برخو کې مسلکي او حرفوي زده کړې ترلاسه کوي.

د فاضل په خبره، روان کال نږدې ۱۳ زره کسان له بېلا بېلو لنډ مهاله تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغ شوي او دغه چاره د بېکارۍ راکمولو او پایداره اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې مرسته کولی شي.

نوموړی په دې اړه وايي: « ټولټال ۱۶۶ لنډمهاله فني او مسلکي مرکزونه په ټول هېواد کې فعاله شوي چې په کې ۳ زره ۸۹۱ تنو ته د اړینو زده کړو زمینه برابره شوې. روان کال ۱۲ زره ۸۷۳ تنه د ۹۱۴ بابه حرفوي او مسلکي مرکزونو د مهارتي روزنې تر بشپړولو وروسته ټولنې ته وړاندې شوې دي.» 

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد د ښوونیز نظام یوه مهمه اداره ده چې  د بشري سرچینو او د ځوانانو د مهارتونو لوړولو مسوولیت لري او ټولنې ته روزل شوی متخصص کاري ځواک وړاندې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist