Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غچ اخستونکو عملیاتو کې د پاکستاني پوځیانو تلفات او ترې نیول شویو پوستو شمېر زیات شوی

غچ اخستونکو عملیاتو کې د پاکستاني پوځیانو تلفات او ترې نیول شویو پوستو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/02

افغان ځواکونو د پکتيا په ډنډ‌پټان او ځاځي اريوب او دغه راز د خوست په ځاځي ميدان کې پر پاکستاني پوځيانو د غچ اخستنې عمليات لا پراخ شوي.

په دې عملياتو کې هم افغان ځواکونه پر پاکستاني پوځيانو برلاسي وو او د درنې مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ يې ترې ګڼې پوستې هم نيولې دي.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې افغان سرتېري له پاکستاني پوځيانو نيول شویو پوستو مهمات راټولوي او پوستې له منځه وړي.

ملي دفاع وزارت وايي، تېرو دوو ورځو کې د عملیاتو پرمهال د فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني پوځيانو د ۳۱ پوستو په نيولو سره ۱۴۲ پوځیان وژلي او ۶۸ یې مرګوني ټپیان کړي دي.

د دفاع وزارت په خبره، پر پاکستان د غچ اخیستونکو بریدونو په لړ کې تېره شپه افغان ځواکونو په خپلو بریدونو کې ۳۲ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند صديق‌الله نصرت وايي: « د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید  او ۲۰۵ البدر قول اردوگانو اړوند په ننګرهار، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې پر ذلیل دښمن د لیزري ځواک پر مټ تعرضي بریدونه پیل شوي وو چې تر دې مهاله یو ټاور، څلور لویې پوستې فتح او د ماینونو په وسیله چاودنه ورکړل شوې. همدارنګه ۳۲ تنه پاکستاني عسکر هلاک او سلګونه نور یې  ژوبل شوي دي. د پاکستان دوې ډرون الوتکې را نسکورې شوې او یو شمېر پوځي تجهیزات تخریب او په بشپړ ډول له منځه تللي.»

دفاع وزارت دا هم ويلي چې په ياده موده کې يې په اسلام‌اباد، نوښار، جمرود، شمالي وزيرستان او ځينو نورو سيمو کې د پاکستاني پوځيانو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي.

په دې بريدونو کې هم پاکستاني پوځيانو ته د درندې مرګ ژوبلې اوړولو خبره کوي او زياتوي چې په کې د پوځ يو شمېر مهم افسران هم شامل دي.

دغه راز ملګرو ملتونو، سعودي عربستان، قطر، ازبېکستان، قزاقستان، ايران او ترکیې له افغانستان سره اړیکې کړې او له پاکستان سره يې د ستونزې سوله‌ييز حل غوښتنه ترې کړې.

د سیاسي چارو شنونکي هم د افغان حکومت د هغه دريځ ننګه کوي چې له مخې يې د پاکستان پوځ مرکزونه په نښه شوي او د خاورې دفاع یې خپل مشروع حق بللی. 

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « که پاکستان باید داسې خوبونه ګوري چې ۱۹۰۷ یا ۱۹۸۰ لسیزې به تکرار شي او افغانستان به یوځل بیا د هغوی د امنیتي کمربند یوه برخه ګرځي، یا هم دوی افغانستان خپل ستراتیژیک عمق ګڼي، دا خوبونه باید ونه ګوري؛ ځکه چې اوس اسلامي امارت حاکم دی، واک هم لري او زور هم.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند له دې وړاندې ويلي و چې د فبرورۍ له ۲۲ راهېسې د پاکستان پوځي رژیم له لوري په ‎خوست، پکتیکا، ننګرهار، پکتیا، کندهار او کونړ ولایتونو کې د ترسره شویو بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist