Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

غني: طالبان او پاکستان دې اړیکې واضح کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/18

ولسمشر غني وايی، طالبان او پاکستان دې خپلو دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت اساس ښکاره کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې تیر ماښام یې د زلمي خلیل زاد سره یو ځای ارګ کې راټولو کسانو ته خبرې کولې وویل،طالبان دې له جرمي اقتصاد، له غیر قانوني مالي سرچېنو سره تړاو او نورو ترهګریزو ډلو د اړیکو په  اړه وضاحت ورکړي.

ولسمشر غني وویل، ورستیو ورځو کې د سولې پروسې لپاره زیاد مهم مسایل روښانه شوي خو هغه دا هم وویل، له امریکا سره  ګډو نورو هڅو ته اړتیا ده څو باعزته سولې ته ورسیږو.

د امریکا او افغانستان اړیکو ته په اشارې ولسمشر وویل، د پخوا په پرتله اوس بشپړ باور او د متقابلو ګټو لپاره اړیکې نوره هم ټینګې شوي او په خپل حال دي.

ولسمشر چې ښايي غوښتل یې له امریکا او په ځانګړي ډول له خلیل زاد سره خپلې اړیکې عادي وښيي وویل، خلیل زاد سره روښانه کاري مرحلې  پر سر هوکړې ته رسیدلی یو، چې د هغه په چوکات کې به ټول مالومات د مشخصې اجنډا او دوامداره مشورو په رڼا کې شریکې او له مخې به یې پریکړې کیږي.

له دې سره د امریکا موخه دا نه ده چې له افغانستانه د وتلو لار پیدا کړي بلکې هدف یې دلته د تل پاتې سولې ټینګښت دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وویل، له طالبانو سره په څلورو مواردو بحث شوی چې له هوکړې پرته یې د سولې خبرو ته پرمختګ نه شو ویلي.

خلیل زاد دغه څلور موارد له القاعده سره د طالبانو اړیکې،  د بهرنیو عسکرو موجودیت، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې او سرتاسري اوربند یاد کړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist