Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

غني: د سولې بیې لپاره اجماع نشته

admin by admin
2020/07/02

ولسمشر غني ویلي، ډیر احتمال شته چې بین الافغاني مذاکرات په قطر کې وشي، خو وایي، اندونیزیا، ازبکستان، جرمني، ناروې، روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو کوربتوب ته لیوال دي.

تېر ماښام ولسمشر محمد اشرف غني له ملي ټلویزیون سره په مناظره کې ویلي، د سولې مذاکراتو طریقه به داسې وي چې ټول مذاکرات به په یو هېواد کې نه وي، بلکې ټول باید په کې شامل وي چې په خبره یې راتلونکو اونیو کې به یې ترتیبات ونیول شي.

ولسمشر ویلي، راتلونکو اونیو کې به د ۱۸ دوست او ګاونډیو هېوادونو سره بحث وشي چې سیمه ییزه او نړیواله اجماع ترلاسه شي.

هغه ویلي، افغانستان کې د سولې په اړه اجماع شته، خو په وینا یې د هغې بیې په اړه اجماع نشته چې افغانستان ته د سولې راوستو لپاره ادا کیږي.

اشرف غني زیاته کړې چې، د سولې لپاره به وروستی تصمیم د افغانستان خلک ونیسي او لویه جرګه او د افغانستان ملي شورا به پدې اړه پرېکړه وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني همداراز ویلي، تر راتلونکې یکشنبې به د بندیانو د خوشې کولو طرحه بشپړه شي، خو ټینګار یې دا دی چې که طالبان افغان پوځیان چې ورسره بندیان دي خوشې نکړي، دوی به هم د طالبانو پاتې بندیان ازاد نه کړي.

محمد اشرف غني ویلي، د بندیانو خوشې کول تبادله ده او طالبان باید د دولت بندیان خوشې کړي، ځکه په وینا یې له هغې پرته د زندانیانو خوشې کول یو اړخیز نشي کیدای.

د راپورونو له مخې، افغان حکومت تر اوسه ۳۶۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او طالبان هم ادعا کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو څه د پاسه ۵۰۰ منسوبین یې خوشې کړي دي.

طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د خپلو ۵ زره ملګرو د خوشې کولو خبره کړې، هغه چې تر اوسه نه ده پوره شوې او په ښکاره یې له امله یاد مذاکرات ځندېدلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist