Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ولسمشر: د جګړې شخصي کولو اجازه نه ورکوو

غني: افغانستان کې د رښتینې سولې رامنځته کولو ته اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/22

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني دد نوروز په مناست له خپلې فېسبوک پاڼې په یوه غږیز پیغام کې ویلي،په افغانستان کې د ډاډ او رښتینې سولې رامنځ ته کولو ته اړتیا ده.

  غني وايي، په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راوستو په موخه یوه ملي بحث ته اړتیا ده،چې ټول افغانان د یوه با ثباته هېواد د جوړولو لپاره په کې خپل نظریات شریک کړي.

مخکېني ولسمشر ټینګار کړی دی،چې په افغانستان کې د حکومت ملي او نړیوال مشروعیت ته اړتیا ده او تر هغه چې ملي مشروعیت نه وي رامنځ ته شوی، نړیوال مشروعیت رامنځ ته کېدل ګران کار دی.

غني همدا راز ټینګار کړی دی،چې په افغانستان کې اقتصادي خوځښت ته اړتیا ده او په خبره یې دغه هېواد باید نور د بشري مرستو مستعمره نه وي، بلکې یو ډاډ دې رامنځ ته کړل شي،چې د افغانستان خلک پر کار بوخت شي، پانګونه وشي او افغانستان له اوسني ناوړه اقتصادي وضعیته وژغورل شي.

د هغه په وینا په افغانستان کې دا مهال د اقتصادي ودې لپاره امنیت شته دی، نو اوسني حکومت ته په کار ده،چې نویو فکرونو، متخصیصینو او پر کار پوه خلکو ته د فعالیت زمینه برابره کړي، تر څو میلیونونه افغانان پر کار بوخت شي.

اشرف غني زیاته کړې ده،که نوی حکومت د متخصصو شخصیتونو پلانونو ته ارزښت ورکړي، نو د افغانستان صادرات او تولیدات به په څو کلونو کې څو برابره شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist