Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ولسمشر: د جګړې شخصي کولو اجازه نه ورکوو

غني: افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې خو سوله نه ده راغلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/23

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني خپله اوږده چوپتیا د نوي کال مبارکۍ په پلمه ماته کړه.

غني د د نوروز په مناست له خپلې فېسبوک پاڼې په یوه غږیز پیغام کې ویلي،په افغانستان کې د ډاډ او رښتینې سولې رامنځ ته کولو ته اړتیا ده.

د غني پر وینا په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات راوستو لپاره یو ملي بحث ته اړتیا ده،چې ټول افغانان د یوه با ثباته هېواد د جوړولو لپاره په کې خپل نظریات شریک کړي.

غني زیاته کړې:«  اړینه ده،چې موږ یو ملي بحث خپل منځ کې پیل کړو او نتیجې ته ورسیږو. که یو او بل ونه منو او افغانستان د ټولو کور ونه ګڼو او هر افغان ته د دې حق ور نه کړو،چې خپل افغانیت،خپل غرور،خپل اسلامیت او خپله ژمنه ثابته نه کړو،نو فرصت مو له لاسه ورکړی، د یو او بل په منلو کې مو ټول ټولېدای شو.»

مخکېني ولسمشر ټینګار کړی دی،چې په افغانستان کې د حکومت ملي او نړیوال مشروعیت ته اړتیا ده او په باور یې تر نړیوال مشروعیت وړاندې ملي مشروعیت اړین دی.

غني همدا راز ټینګار کړی دی،چې په افغانستان کې اقتصادي خوځښت ته اړتیا ده او په خبره،یې دغه هېواد باید نور د بشري مرستو مستعمره نه وي،بلکې یو ډاډ دې رامنځ ته کړل شي،چې د افغانستان خلک پر کار بوخت شي، پانګونه وشي او افغانستان له اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت وژغورل شي.

هغه دغه راز ویلي، چې جګړه پای ته رسېدلې،خو په افغانستان کې سوله نه ده راغلې.

هغه زیاتوي:« یوه باعزته سوله  د ټول ولس سوله ده، ټول ولسونه د افغانستان ټول اقشار باید په کې برخه واخلي ،تل پاتې سوله زموږ اړتیا ده،جګړه پای ته رسېدلې،خو سوله نه ده راغلې،د جګړې اور بلول اسانه دي او خدای نه کرده بې طرحې شروع شي،نو بیا په هغه اور اوبه اچول سخت دي.»

له دې سره مخکیني ولسمشر ټینګار کړی  دی،چې په افغانستان کې دا مهال  د اقتصادي ودې لپاره امنیت شته، نو اوسني حکومت ته په کار ده،چې نویو فکرونو، متخصیصینو او په کار پوه خلکو ته په‌حکومت کې د کار او فعالیت زمینه برابره کړي.

اشرف غني زیاته کړې،که نوی حکومت د متخصصو شخصیتونو پلانونو ته ارزښت ورکړي، نو د افغانستان صادرات او تولیدات به په څو کلونو کې څو برابره شي.

اسلامي امارت بیا د اشرف غني دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، سرتاسري امنیت د سولې مانا لري او دوی د امنیت او سولې په راوستو کې بریالي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، شل کاله د بهرنیو نظامي او اقتصادي ځواک ونه توانېده چې سوله راولي.

کریمي وايي:« کله چې یوه هېواد ته امنیت راغی،د امنیت لامل همدا ده،چې هېواد کې سوله تامین شوه که سوله په هېواد کې نه وي، د ملت غوښتنه نه وي، هلته امنیت ممکن نه وي. تاسو جریان کې یاست دلته د نیمې نړۍ نظامي او اقتصادي ځواک شل کاله خواري وکړه، ولې دغه هدف یې نه درلود اوس هېواد کې سرتاسري سوله تامین ده.»

پخواني ولسمشر اشرف غني داسې مهال افغانستان کې د سولې او پخلاینې په تړاو نظر څرګندوي،چې تازه اسلامي امارت د بهر مېشتو افغان شخصیتونو د بېرته راوستو او پخلاینې لپاره کمېسون جوړ کړی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist