Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

غلام محمد اسحاقزی: ملګري ملتونه باید طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي

admin by admin
2021/08/07

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون جمعه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵ مه » د افغانستان په اړه ناسته وکړه. 

ناسته کې ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي غلام محمد اسحاقزي له ياد سازمان غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي، او   د سولې په اړه يې ګټورو خبرو ته وهڅوي.

اسحاقزي زیاته کړه:« موږ له امنیت شورا غواړو،چې د بنديزونو په ګډون او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ۱۹۸۸ کال ۲۵۱۳ پرېکړه ليک له مخې،پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو د سولې ګټورو مذاکراتو کې ګډون وکړي.»

اسحاقزي د ياد سازمان غړو سره د هغو ګواښونو په اړه هم اندېښنه شريکه کړه،چې اوس مهال افغانان، د افغانستان یو شمېر لوی ښارونه او زېربناوې ورسره مخ دي. 

 هغه زیاتوي:« اوس مهال زموږ ميليونونه وګړي له ګوليو، مړینې، ټپي کېدو، ورانۍ او له خپلو مېنو بېځايه کېدو سره مخ دي. زموږ ښارونه او زېربناوې،چې په تېرو دوه لسيزو کې مو ستاسو په مرستو بيا جوړې کړې وې،د طالبانو له لوري له تصور پرته وېجاړۍ سره مخ دي.»

 د  اسحاقزي په خبره، د اسلامي جمهوريت ساتنې موضوع اوس په یو ملي مقاومت بدله شوې او افغانانو خپل غږ پورته کړی،چې د طالبانو تورې دورې يانې نويمي لسيزې ته نه ورګرځي.

امنيت شورا پرونۍ ناسته کې د افغانستان روان حالت  د اندېښنې وړ وبلل شو  او غړو هېوادونو ټینګار کړی،چې روانه جګړه بايد د خبرو له لارې حل شي او د زور له لارې رامنځته شوی حکومت به په رسميت ونه پېژني.

اخوا په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز د امنيت شورا ناستې ته پرليکه وينا کې د هېواد پر کچه او په  ځانګړې توګه د هلمند او کندهار جګړو په اړه خپله اندېښنه شريکه کړه او په دغو ولایتونو کې یې د ملکي وکړو حالت  داندېښنې وړ وباله.

لاینز زیاته کړه:« په ټول افغانستان کې  او په ځانګړې توګه د هلمند ولايت په مرکز لښکر ګاه کې جګړه شديده ده. د جولای له لسمې راهېسې،چې يوازې لس ورځې کېږي، ۱۰۴ ملکيان وژل شوي، ۴۰۳ نور ټپيان شوي دي. دا شمېرې دوه روغتونونو ثبت کړي دي.»

لاينز وايي، د ځان ژغورنې په موخه دوی د قانوني او غير قانوني کډوالۍ دوه برابره کېدو اټکل کولی شي، د کډوالو دوه برابره کېدل به راتلونکې کې د جګړې زياتوالي له امله وي او ياهم دوی نه غواړي، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي.

 هغې زیاته کړه:« موږ د قانوني او غير قانوني کډوالۍ د دوه برابره کېدو تمه لرلی شو. دا زياتوالی به یا په راتلونکې کې د جګړې د شدت له امله وي او يا هم دوی نه غواړي،چې د طالبانو تر حاکميت لاندې ژوند وکړي.»

د ملګرو ملتونو امنيت شورا،چې مشري يې هند کوله، داسې مهال د افغانستان په اړه ناسته کړې،چې د جمعې ورځ نيمروز او شنبه شبرغان ولایتونه د طالبانو لاس ته ولوېدل،خو حکومت د شبرغان د سقوط خبره ردوي او زیاتوي،چې تازه یې ترې زیاتې سیمې نیولې او وسله ‌وال یې د ښار له‌ زیاتو برخو اېستلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist