Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غزني کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دارالایتام ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

غزني کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دارالایتام ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/08

د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند موشکي سیمه کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو باب دارالايتام د ترکیې آی.اېچ.اېچ موسسي له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

چارواکي وايي، دغه دارلایتام په ۷۳۵مترمربع ځمکه کې جوړشوی او د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې لري او په کې یتیمانو ته عصري او دیني زده ‌کړي ورکول کېږي.

د چارو ادارې د ښاروالیو رییس مولوي محمد اسحاق اخوندزاده وايي: « د دې دارالایتام لیلیه د ۱۰۰ کسانو په ظرفیت له ۱۴ تر ۱۸ بابو خونې لري. په دې خونو کې تدریسي، د ماشومانو د اوسېدلو او د ښوونکو لپاره د ناستي خونې شاملې دي. راتلونکي کې هڅه کووو، نورې خونې هم جوړې او ظرفیت یې لوړ کړو.»

په افغانستان کې د ترکيې آی. اېچ.اېچ موسسې مسوول امراکایا وايي، تر خپله وسه به له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي او اوږه په اوږه به د افغانستان په جوړولو کې برخه اخلي.

هغه زیاتوي: « ستاسې مشران زموږ مشران دي او همدارنګه يتيمان زموږ يتيمان دي. موږ ستاسو بېوزله خلک هم خپل بولو. دا د همدې لپاره ده چې له دوی سره مرستې کوو.»

بله خوا، د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف په تېرو کلونو کې د موسسو پر کار نيوکه کوي او وايي، موسسو په تېره کې د افغانستان د ودې لپاره بنسټیز کارونه نه دي کړي.

 حنیف زیاتوي: « په تېرو ۲۰ کلونو کې د جمهوریت په نوم یوه اداره وه چې د امریکا او ۴۸ هېوادونو ملاتړ یې له ځانه سره درلود. د بیا روغونې په نوم زیاتې پیسې راغلې او مصرف شوې. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتېش یا سیګار کانګریس ته په خپل راپور کې وویل چې په ۲۰ کلونو کې د افغانستان پر بیا رغونه ۱۴۴ میلیارد ډالره لګول شوي.»

په ورته حال کې، د سیمي خلک هم د دې دارالايتام جوړېدو له امله خوښ دي او وایي، سرپرست حکومت دې د ښوونیزو مرکزونو جوړولو ته لومړيتوب ورکړي.

د غزني یو تن اوسېدونکی وايي: «دا ځای زموږ د شهیدانو د پاتې شویو یتیمانو لپاره جوړ شوی، موږ ډېر خوشاله یو او غواړو دغه شان نور ځایونه جوړ او مرستې وشي.»

همدارنګه هغه یتیمان او بې سرپرسته ماشومان هم خوښي څرګندوي چي ټاکل شوې په دې دارلایتام کې زده کړې وکړي.

د دارالایتام یو تن زده کوونکی وايي: «دغه ځای زموږ د روزنې لپاره جوړ شوی ترڅو موږ دلته اخلاق زده کړو، تعلیم وکړو او د مور او پلار عزت زده کړو.»

یو بل زده کوونکی بیا وايي: «موږ به دلته د علم زده کړه کوو او په دې به پوه شو چې د مور او پلار او مشرانو درناوی وکړو.»

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندي هم د غزني په ځینو ولسوالیو کې د یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره د زده کړې او روزنې ورته مرکزونه جوړ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist