Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/17

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکي له خلکو سره د دې وزارت د فعاليتونو اړوند مالوماتو د شريکولو په موخه خبري کنفرانس ورکړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين محمد اسماعیل وايي، سږکال په پام کې لري، چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو اوو ولايتونو کې د يو مېليارد افغانيو په ارزښت د روغتیا، پوهنې، مخابراتو، اوبو رسولو، سړکونو رغولو او مدرسو جوړولو برخه کې ۳۴۳ لويې او وړې پروژې تطبيقوي چې په بشپړېدو سره به يې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

غزنوي په دې اړه وايي:«  په اوو ولایتونو کې ټول ۳۴۳ د صحت، تعلیم، مخابراتو، بیا رغونې، اوبو، سړکونو او جوماتونو پروژې منظوري شوي دي چې له ډلې د منظور شویو پروژو له ډلې د ۷۶ هغو چارې عملا پیل شوي او د پاتې ۲۶۷ پروژو پر تخنیکي چارو کار روان دی.»

غزنوي زیاتوي، د منظور شویو پروژو له ډلې د ۷۶ هغو چارې عملا پیل شوي او د پاتې ۲۶۷ پروژو پر تخنیکي چارو کار روان دی.

غزنوي د خلکو اړتيا ته په کتو دغه پروژې کافي نه بولي او ډاډ ورکوي چې د ورته نورو پروژو د منظورولو هڅې هم دوام لري.

هغه په دې اړه وايي:« دا ټولې پروژې د اسلامي امارت له ملي بودیجې څخه تمویل کېږي او که څوک غواړي را وړاندې شي، د نورو پروژو په تطبیق کې له دوی سره همکارۍ وکړي دوی یې هرکلی او ملاتړ کوو او موږ ژمن یوو چې خلکو ته متوازنې پروژې تطبیق کړو.»

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په ننګرهار، نورستان، کونړ، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر کې د چارو ښه تنظیم او ګټورو خدمتونو وړاندې کولو په موخه له سکټوري ادارو مختلفې کمېټې جوړې کړې او ترڅنګ يې ډاډ ورکوي  سرحدي او ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سيمو کې به په متوازنه توګه پروژې تطبيق کوي.

د دې وزارت چارواکي وایي، له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه په هېڅ صورت کې نښتې نه تازه کوي او نه پاکستان ته اجازه ورکوي چې تازه یې کړي. 

غزنوي په دې اړه وايي:« موږ له پاکستان سره ثابت سرحد نه لرو او ویلی شم دا ډیورنډ فرضې کرښه ده او اسلامي امارت د خپلې ټولې جغرافې ساتل خپل مسوولیت بولي او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې ډیورنډ فرضې کرښې هیچاسره نښې نښانې نه تازه کوو او موږ یوازې پنځه هېوادونو سره نښې نښانې تازه کولی شو خلک دې په دې برخه کې اندېښنه نه کوي.»

چارواکي دا هم وایي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پر مشرۍ، د کلیو بیا رغونې او پراختیا، اوبو او انرژۍ، عامې روغتیا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ټولګټو، پوهنې او مالیې وزارتونو ته دنده وسپارل شوې، څو په سرحدي او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې خلکو ته عامه خدمتونه وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist