Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غزنوي: د اسلامي امارت له راتګ سره پاکستان ته د اغزن سیم غځولو اجازه نه ده وکړل شوې

غزنوي: د اسلامي امارت له راتګ سره پاکستان ته د اغزن سیم غځولو اجازه نه ده وکړل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/28

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال وایي، د مخکېني حکومت چارواکو پاکستان ته اجازه ورکړې وه چې پر ډیورنډ فرضي کرښې اغزن تار وغځوي.

مولوي محمد اسماعیل غزنوي وایي، د اسلامي امارت له بیا ځل حاکمیت وروسته بیا پاکستان ته د یو اېنچ اغزن تار غځولو اجازه هم نه ده ورکړل شوې او خلکو ته ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم چاته نه پریږدي.

غزنوي په دې اړه وايي: « د اسلامي امارت په راتګ سره هېڅکله د دې لپاره هېڅ ګنجایش نه شته چې یو اینچ سیم خاردار تېر کړي. په کوم ځای کې چې دوی زموږ خواته راتېر شوي، څو ځله ورسره بحثونه شوي او موږ غواړو دا ستونزه په سوله ییزه توګه حل کړو، خو د سیم خاردار لګولو یو اينچ ته هم اجازه نه ده ورکړل شوې. تاسو ګورئ چې په نیمروز او هلمند کې پر فرضي کرښه د همدې سیم خاردار پر سر جنګونه وشول او ستونزې پېښې شوې. تاسو دا هم ولیدل چې په تېره ۲۰ کلنه دوره کې واکمنان د دې هېواد خلک وو، خو کاش چې خپل هېواد ته ژمن وای او د ولس په زړه کې یې د دې خاردار سیم تېرولو ته اجازه نه وای ورکړې.»

موده وړاندې پر ټولنیزو رسنیو داسې آوازې خپرې شوې چې پاکستان منځنۍ آسیا ته د واخان دهلېز په اړه له افغانستان سره هوکړې ته رسېدلی دی، خو اسلامي امارت دا راپورونه بیا رد کړل او شايعات يې وبلل.

اوس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال په دې اړه وایي، له دې وړاندې واخان ولسوالۍ کې پاکستان او تاجیکستان تخطۍ ترسره کړې وې چې دوی هغو سرغړونو ته پر وخت رسېدنه وکړه او خلکو ته ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت پر ټولو سرحدونو او د ډیورنډ پر فرضې کرښې څار لري او هېچا ته د سرغړونې اجازه نه ورکوي.

غزنوي زیاتوي: « موږ د کشف په نامه ریاست لرو او دا یې کار دي چې په سرحدي سیمو کې له تخطیو موږ خبر کړي. موږ په واخان کې له تخطیو خبر شوو او سم لاسي مو ګامونه پورته کړه. موږ واخان ته لاړو او یوه اوونۍ مو تېره کړه او ټول خطرونه مو له منځه یوړل. زه ټولو هېوادوالو ته په ډاډ ویلی شم، که زموږ نیم اېنچ خاورې ته هم خطر پېښ شي، موږ دې ته ژمن یو چې ساتنه به یې کوو.»

مولوي محمد اسماعیل غزنوي وایي، روان کال له ګاونډیو هېوادونو ترکمنستان، اوزبېکستان، تاجیکستان، چین او ایران سره د سرحدي نښو نوي کولو لپاره ځانګړې بودیجه بېله شوې او په خبره یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي نښو نښانو نوي کولو ته ژمن دي.

د اسلامي امارت دغه چارواکی ټینګار کوي چې له ځینو هېوادونو سره د سرحدي نښو تازه کولو لړۍ پیل شوې او دا لړۍ  به نوره هم چټکه شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال په دې اړه وايي: « د تېر کال په پای کې کمېټه ورته جوړه شوې او د سږ کال په بودیجه کې ورته بودیجه هم په پام کې نیول شوې. د دې کمېټې مشري زموږ وزارت کوي او څلور نور وزارتونه لکه دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او استخباراتو لوی ریاست راسره دي، پروسه به یې پیل کېږي، بودیجه یې منظوره شوې او که خدای کول رسما ً به پیل شي. باید ووایم چې لومړني او تخنیکي کارونه یې د بودیجې له منظورېدو مخکې پیل شوي او له ټولو هغو پنځو هېوادونو سره چې موږ ورسره رسمي سرحدونه لرو، د سرحدي نښو د عصري کولو پروسه به پر مخ وړل کېږي.»

نوموړی زیاتوي، د بدخشان د واخان ولسوالۍ اړوند د ډېورنډ پر فرضي کرښه واخان دهلېز د هېواد یوه سټراټیژیکه سیمه ده چې افغانستان له چین او تاجیکستان سره نښلوي او په خبره یې په واخان دهلېز کې دفاعي او امنیتي ځواکونه مېشت دي او تر دې مهاله د پاکستاني ځواکونو له لوري دغه سیمه کې هېڅ ډول خوځښت نه دی شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist