Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غزنوي: تېر یوه کال کې مو څه باندې۸۰۰  لویې او کوچنۍ شخړې او دوښمنۍ هوارې کړې

غزنوي: تېر یوه کال کې مو څه باندې۸۰۰  لویې او کوچنۍ شخړې او دوښمنۍ هوارې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/09

د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې د یکشنبې په ورځ (د ۱۴۰۳  کال د وږي میاشتې پر ۱۸ مه) د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خپلې کلنۍ لاسته راوړنې له رسنیو سره شرېکې کړې.

دغه وزارت چارواکي وايي، د تېر یوکال په موده کې د قومونو ترمنځ د یووالي او اوسني نظام د ملاتړ په موخه ۳۴ لویې ولسي غونډې، د زونونو پر کچه ۳ سترې فوق العاده غونډې او دغه رازد د ولایتونو پر کچه  ۱۹۶ ولسي ناستې جوړې شوې دي.

دوی زیاتوي، د قومونو ترمنځ یووالی او اتحاد یې اصلي موخه ده او په دغه برخه کې  په جدي توګه کار کوي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي وايي: « د وزارت له پلان سره سم د هېواد په ټولو ولایتونو کې د زرګونه دیني علماوو، قومي مشرانو او مخورو په ګډون۳۴ لویې ولسي غونډې، د امیرالمؤمین له حکم سره سم د زونونو پر کچه ۳ فوق العاده غونډې د ۱۶ ولایتونو د زرګونو کسانو په ګډون د اسلامي نظام او ملي یوالي او استحکام تر نامه لاندې جوړې شوې دي.»

همدارنګه غزنوي وايي، د تېر یو کال په موده کې یې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۳۰۴ سترې او ۵۲۵  کوچنۍ شخړې او دوښمنۍ چې له امله یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د میلیونونو افغانیو په ارزښت یې مالي زیانونه اړولي وو، حل کړې دي.

هغه زیاتوي: « د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تېر کال په ولایتونو، ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د قومونو ترمنځ ۳۰۴ لویې او ۵۲۵ کوچنۍ شخړې او دوښمنۍ چې له امله یې سلګونه کسان مړه، ټپیا او د میلیونونو افغانیو په ارزښت مالي زیانونه اړولي و، هوارې کړې دي.»

د یاد وزارت د چارواکو په خبره، په تېر یوه کال کې ۷۰۰ ستونزې ورسره شریکې شوې چې تردې دمه یې ډېری هغو ته رسېدنه کړې او په پاتې نورو یې کار روان دی.

د دغه وزارت د قبایلو چارو د جرګو او همغږۍ مرستیال محمد علي جان احمد وايي، شریکې شوې ستونزې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې وې او په هواري سره یې تر اوسه په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ پروژې پلې شوې دي.

احمد زیاتوي: « د ولس استازي په دې غونډو کې له موږ سره ګډون کوي او خپلې غوښتنې، ستونزې او اړتیاوې له موږ سره شریکوي. موږ دغه ستونزې د دوی په استازیتوب له نورو ادارو سره تعقیبوو، ترڅو یې اړوند چارواکو ته ورسوو او هوارې یې کړو؛ موږ په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرو.»

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکي وايي، د رسمي پولو خوندیتوب په موخه د سرحدي پیلرونو، صفري نقطو او همدا راز د سرحدي خط او د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ګاونډیوهېوادونو له سرغړونو څارنه شوې او پر وخت یې مالومات  راټول شوي دي.

دوی زیاتوي، د کوچیانو هر ډول انساني او حیواني ستونزو ته رسېدنه شوې او د زده کړو زمینې ورته برابرې شوې دي.

د چارواکو په خبره، په مرکز او ولایتونو کې د رحمان بابا او خوشحال خان د لېسو په شمول لسګونو تعلیمي مرکزونو کې  زرګونو کسانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist