Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمري: ځيني هېوادونه پر افغانستان د بلې جګړې تپلو هڅه کوي

عمري: ځيني هېوادونه پر افغانستان د بلې جګړې تپلو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/29

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال وايي، هڅې روانې دي چې پرافغانستان د یو بل جنګ تحمیلولو زمینه برابره شي، خو اسلامي امارت يې په کلکه دفاع کوي.

محمد نبي عمري خوست کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په فراغت غونډه کې د خبرو پرمهال ویلي، د اسلامي امارت پالیسي د نورو هېوادونو په کورنیو او بهرنیو چارو کې د ‌مداخلې نه کولو په اصل ولاړه ده.

د هغه په خبره، که څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، نو د روسانو او امریکایانو په څېر به له ناوړه برخلیک سره مخ کېږي.

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري وايي: « کوشش په دې باندې روان دی چې پر موږ بیا هم جګړه وتپل شي؛ یا د چا  په اشارو او یا هم شیطاني غوښتنو له مخې بیا د جګړې اور بلولو هڅې کيږي. که خدای مه کړه داسې وشي، زموږ خلک به د خپل وطن، دین او ناموس دفاع داسې کوي لکه شل کاله یې چې د امریکایانو په مقابل کې وکړه او څوارلس کاله د روسانو په مقابل کې.»

نوموړي همداراز په خپلو څرګندونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشارې ویلي، خلک دې د اوسني نظام په خپلواکۍ باور ولري.

عمري د دې ترڅنګ د هغو هېوادوالو او تېر جمهوري نظام د چارواکو ستاینه وکړه چې د پاکستان پوځي رژیم سره د جګړې پر مهال یې له اسلامي امارت سره د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی و.

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال په دې اړه وايي: « ځینې کسان چې اوس په بهر کې اوسېږي، خو کله چې تېرو ورځو کې شخړه رامنځته شوه، حمایت یې اعلان کړ او قربانۍ ته یې ځانونه چمتو کړل، موږ د دوی شکریه اداء کوو؛ دا که د تېر نظام خلک وو که د بل نظام. موږ په دې عقیده لرو که چېرې د افغانانو ضرورت شو یا د جګړې اړتیا شوه، بیا به هغه خلک هم راځی او د دې خاورې دفاع به په ګډه کوو.»

په ورته مهال، د خوست ځایي اوسیدونکي وایي، افغان ملت پرخپله خاوره د هر ډول تېري په مقابل کې د خپلو امنیتي سرتېرو سره یو ځای د خپلې خاورې ساتنې او دفاع ته چمتو دي.

د خوست اوسېدونکی محمد طایب وايي: « زموږ له خوا بس اقدام دی، حکومت چې څه امر کوي، موږ یې منو. د دې خاورې ستانه پر موږ فرض ده او موږ د افغانستان اختیار بل چا ته نه ورکوو.»

د خوست اوسېدونکی حاجي هېواد جان وايي: « موږ د خپلې خاورې دفاع ته چمتو یو. که څوک په دې خاوره تېری کوي، موږ له سره ورته تېر یو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د وروستیو ناندریو په سر د مذاکراتو دویم پړاو د ترکیې په استانبول کې روان دی او وروستي خبرونه یې د بې پایلې درېدو ښکارندويي کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist