Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عمران خان: پاکستان به هېڅکله افغان جګړه کې د امریکا ملګرتیا ونه کړي

admin by admin
2021/07/03

 د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، دوی به هېڅ کله هم فشار ته تسلیم نه شي او د پخوا په څېر به ذلت ته تن ورنه کړي.

خان پر پخوانیو حکومتونو هم نیوکه وکړه،چې د امریکا د ګټو لپاره یې خپل ولس وژلی دی.

 خان د ګیلې په ډول ویلي، سره له دې چې هېواد یې د  امریکا لپاره ډېر څه کړي،خو هغوی ترې راضي نه دي.

هلته د بندو درازو تر شاه هم د افغانستان په اړه ملکي او پوځي چارواکو سره لیدلي، د پاکستان استخباراتو مشر ویلي، دوی افغان سوله کې خپل رول لوبولی او اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د نورو پر ضد وکارول شي.

بل پلو پر کوردننه یو شمېر د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، پاکستان هېڅکله د افغانستان په تړاو رښتینی نه دی او په خبره یې  دا تازه څرګندونې طالبانو ته شین څراغ دی،ترڅو خپلې جګړه ییزې تګلارې ته دوام ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« پاکستان له پیداېښته تر نننه پورې د افغانستان په اړه  دوه مخی سیاست لوبولی دی. زموږ هېواد کې همدا اوس دننه له طالبانو سره پاکستاني جنرالان، پاکستاني پوځیان، د فسادې آی . اس آی ادارې جوسوسان همکاري لري.»

د ساسي چارو شنونکی نازک مېر زیارمل وايي، د نړیوالې ټولنې له لوري پر پاکستان د  فشارونو په پایله کې وخت ناوخت ملکي ادارې د پوځ پر ضد کاذب  مخالفت ښودلی، خو په خبره یې هېڅکله یې پوځ او استخبارات له خپلو ستراتیژیکو موخو نه دې ګرځولي.

د سیاسي چارو شنونکی نازک میر زیارمل وايي:« تل پاکستان د ملکي حکومت تګلاره ، د پاکستان د پوځي حکومت تګلاره  او  د استخباراتو ادارې تګلارې سره جلا دي. هر کله چې پاکستان د نړیوالو له خوا تر فشار لاندې نېول شوی، د پاکستان ملکي حکومت یې دا ډول څرګندونې او ژمنې کړي دي، خو هېڅکله هم د پاکستان پوځي اداره  او استخباراتي اداره هغو خبرو ته ژمن نه دي پاتې شوي. »

د ارګ مرستیال ویاند محمد امیري بیا وايي، پاکستان عملا له طالبانو خپل ملاتړ ته دوام ور کړی او هغوی ته یې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي،چې افغان سوله کې یې مثبت رول لوبولی،خو عملا د سولې خبرې پرر ټپه ولاړې دي او جګړه تر بل هر و خت شدیده او پراخه شوې ده، په ټولنیزو رسنینو وخت ناوخت پاکستان ته اوښتونکې جنازې بیا د همدې ادعاو خلاف کېسه ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026
عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist