Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عمران خان: نور په افغانستان کې ستراتیژیک ژوروالی نه غواړو.

admin by admin
2021/06/05

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ويلي، حکومت یې په افغانستان کې د ستراتیژیک ژوروالي د څو لسیزو تګلاره او په افغانستان کې د دوست حکومت د لرلو تګلاره بدله کړې ده.

کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د عمران خان له قوله ویلي، د افغانستان هر حکومت چې د خلکو له خوا غوره شوی وي او له پاکستان سره معامله کولائ شي، پاکستان باید په افغانستان کې د انحصار هڅه ونه کړي.

عمران خان اقرار کړی،چې د پاکستان پخوانیو حکومتونو تګلاره دا وه، چې ویره یې درلوده، که په افغانستان کې د هندوستان نفوذ زیات شي، نو پاکستان به زیانمن شي او له همدې کبله یې په افغانستان کې د ستراتیژیک ژوروالي غوښتنه کوله.

خان ویلي، دا د پخوانیو حکومتونو پالیسي وه او د ده حکومت احساس دا دی، چې دا زړه پالیسي ده او نوره نه چلېږي،چې دوی نور په افغانستان کې ستراتیژیک ژوروالي نه غواړي.

کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، سره له دې چې دوی له  امریکا سره مرسته وکړه،چې طالبان وپرزوي او زمینه یې ورته برابره کړه،چې افغانستان ته راشي، خو په خبره یې بیا هم پر پاکستان تور دی،چې د طالبانو ملاتړ کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist