Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان: که ا.ا پر رسمیت ونه پېژندل شي افغانان به سخت بشري ناورین سره مخ شي  

عمران خان: د هند مرستو شویو غنمو ته اجازه ورکوو چې افغانستان ته ورسېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/13

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ژمنه کړې، چې د هند مرستو شویو غنمو ته اجازه ورکوي، چې افغانستان ته ورسېږي او دغه راز به نورې سوداګریزې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د مالیې او سوداګرۍ وزیرانو او مل پلاوي پرون د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لومړي وزیر غوښتي، چې د تورخم او چمن دروازو کې شته ستونزې حل او د افغانستان سوداګريزو توکو ته د دغه هېواد له بندرونو د ټرانزيټ برخه کې عملي اسانتياوې رامنځته کړي.

عمران خان ژمنه کړې، چې د پاکستان له لارې د افغان توکو ټرانزيټ کې به د پام وړ اسانتياوې رامنځته کړي.

عمران خان همداراز ژمنه کړې، چې د واګه بندر له لاری به د هند هېواد مرسته شویو غنمو ته اجازه ورکړي، چې افغانستان ته لاړ شي، د ویزو په برخه کې به اسانتیاوې راولي، پر نړیواله کچه به د افغانستان د موجوده سیاسي ستونزو حل او د بشري مرستو په جلب او جذب کې به د فرصتونو په برابرولو سره مرسته وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist