Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمان کې افغانې محصلانې د خپلو زده کړو له ناڅرګند برخليک سره مخ دي

عمان کې افغانې محصلانې د خپلو زده کړو له ناڅرګند برخليک سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/10

د سرپرست حکومت له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو له محدودیت وضع کېدو او دغه راز په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بنديز سره سم، ډېری کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره مهاجرت ته اړې شوې او ډېرو یې خپلې لوڼې بهرنیو پوهنتونونو ته واستولې.

له هېواد څخه بهر په زده کړو پسې تللیو نجونو کې هغه ۸۰ تنې افغانې زده کړیالانې هم شاملې دي چې د امريکا نړیوالې پراختيايي ادارې(یو.اېس.اې.آی.ډي) له لوري تمويلېدونکو سکالرشیپونو یا بورسیو له لارې عمان ته لاړې، ترڅو په پلازمېنه مسقط کې د منځني ختیځ په پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړي.

خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له هېوادونو سره د مرستو ځنډولو او د امريکا پر نړيوالې پراختيايي ادارې د پيسو په راکمېدو سره، دغه اداره د بوديجې له کمښت سره مخ شوې او په عمان کې يې د لسګونه افغان محصلو نجونو د بورسونو تمويل لغوه کړی.

يادې محصلانې چې په بېلابېلو پوهنځيو کې زده کړې کوي وايي، د سکالرشیپونو د تمويل ختمېدو له امله له ناڅرګند برخليک سره مخ دي او په دې لړ کې يې د عمان له دولت د دوو اونيو لپاره مهلت ترلاسه کړی، ترڅو بېرته افغانستان ته ستنې شي.

یوه له دغو محصلو نجونو وايي: « دا یو ډېر سخت حالت و. هر څوک حیران وو او ژړل یې. موږ ته وویل شول چې په دوو اونیو کې به بېرته افغانستان ته ستنېږو. موږ بېړنۍ ساتنې، مالي مرستې او په یوه خوندي هېواد کې بیا ځای پر ځای کېدو ته اړتیا لرو، ترڅو خپلو زده کړو ته ادامه ورکړو.»

د بشري حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ بېرته هېواد ته د دغو محصلینو راتګ جدي ستونزه ګڼي او د نړیوالو بنسټونو ترڅنګ له سرپرست حکومت غواړي چې له عمان سره دې د دوی د زده کړو پر دوام هوکړه وکړي.

د ښځو حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ وايي:« افغانستان ته له عمان د محصلو نجونو بېرته راګرځول یوه لویه ننګونه ده او باید له عمان دولت یا نورو هېوادونو سره په دې اړه د خبرو یا په بل هېواد کې د نویو سکالرشیپونو موندلو، پر پرېکړه کوونکو بنسټونو ډېپلوماټیک فشار راوړلو، له دغو نجونو د مالي او ټولنیز ملاتړ په ګډون یو شمېر ګامونه پورته شي.»    

د بشري حقونو یو شمېر نورې فعالانې بیا پر دې سربېره چې د تحصیلي بورسونو د بندېدو مساله جدي ګڼي، خو له سرپرست حکومت په کور دننه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کوي؛ هغه غوښتنه چې د کلونو په تېرېدو اوس په یوه هیله بدله شوې ده.

د ښځو حقونو فعاله مذلفه کاکړ وايي: « په داسې حال کې چې په هېواد دننه هم د دوی لپاره د تعلیم او زده کړو فرصت نه دی برابر شوی، خو دوی ته دوې اوونۍ وخت ورکړل شوی چې بېرته خپل هېواد ته ستنې شي. موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د هېواد په داخل کې یو داسې چاپېریال رامنځته کړي چې دوی په کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. باید دا د خواشینۍ وړ خبره ونه اوسي چې که سکالرشیپونه بند شول، نو نه شي کولی خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.»              

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست عمان ته تللی او هلته به د ياد هېواد له چارواکو سره پر شريکو مسايلو خبرې وکړي، خو دا لا نه ده څرګنده چې مولوي امیرخان متقي به په عمان کې د افغان محصلانو د ستونزو پر حل هم خبرې وکړي او که نه؟

خو د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت وايي، په عمان کې د افغان محصلو نجونو د تازه ستونزې په اړه ويلو ته څه نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist