Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

علي وزیر: د ډیورنډ کرښه پښتانه سره نه‌شي بېلولای

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/17

د پاکستان پوځ قبایلي مشرانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د خواخوږۍ لپاره د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته راشي.

د لسګونو قبایلي مشرانو کاروان د شنبې په ورځ د پکتیا برمل ولسوالۍ ته روان شو چې هلته د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي وښيي، خو د پاکستان پوځ یې برمل ته د ورتګ مخنیوی وکړ او تر ډیورنډ فرضي کرښې یې پرېښودل.

علي وزیر د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري نقطه کې په ډاګه وویل چې دغه کرښه ولسونه نه شي جلا کولای.

قبایلي مشرانو ته چې د فاتحې لپاره تر ډیورنډ فرضي کرښې اجازه ورکړل شوې وه؛ د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شول .

د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو د افغانستان د درې رنګه بیرغونو رپولو سره کوزنیو پښتنو ته لونګۍ ور پر سر کړې.

د ښه راغلاست له مراسمو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علي وزیر د پاکستان د پوځیانو په حضور کې خبرداری ورکړی چې د کرښې دواړه خواوو ته ولسونه یو وجود دی او څوک یې نه شي جلا کولای.

علي وزیر د پاکستان ریاست ته په اشارې وویل، هغه قانون ورته د منلو نه دی چې پښتانه له خپلو خلکو سره له خواخوږۍ منع کوي.

ډیورنډ کرښه چې له لسګونو کلونو راهېسې یې افغانان سره وېشلي لا تر اوسه د افغان حکومتونو او دواړو خواوو ولسونو له لوري په رسمیت نه ده پېژندل شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist