Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
علي خان: د کابل او اسلام اباد تعامل افغانستان کې د وسله والو ډلو پر وړاندې اقدام سره تړلی دی

علي خان: د کابل او اسلام اباد تعامل افغانستان کې د وسله والو ډلو پر وړاندې اقدام سره تړلی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/16

په قبايلي سميو، خيبرپښتونخوا او ټول پاکستان کې د بریدونه له زياتېدو سره هم مهاله، د اسلام ‌اباد او کابل اړیکې هم ورځ تر بلې خرابېدو خواته روانې دي او له همدې کبله پاکستاني چارواکي په پرله پسې  توګه تور پورې کوي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

دې ته پام سره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، پاکستان د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره وصل دی او دا اړيکه د دواړو هېوادونو په ګډون سيمې ته هم مهمه ده.

 خو د علي خان په خبره، په افغانستان کې تر ټولو لویه ننګونه د ترهګرو ډلو حضور دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د سیمه ‌ییزو اړیکو د ټینګولو لپاره د ترهګرۍ ستونزه حل کړي.

علي خان زیاته کړې: « تاسې پوهېږئ د هر چا لپاره د ګډې هوسياينې لارې د سولې، دوستۍ، ملګرتيا او همکارۍ په وسيله ممکنې دي. دا څه د افغانستان او پاکستان دواړو او ټولې سيمې لپاره د ګټې حالت دی. دې هدف ته د رسېدو لپاره موږ کولی شو د پیوستون، سوداګرۍ او تعامل له لارې د سيمې له ظرفيت ګټه پورته کړو. خو لويه ننګونه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پټنځايونه دي. هغه څه چې موږ افغان لوري ته واضېح کړي، ترڅو دا ستونزه حل شي او دواړه هېوادونه د دوه اړخيزه اړيکو لپاره ترې د ملګرتيا ظرفيت لپاره کار واخلي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات ویاند دا هم ویلي، پاکستان به په دې برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، خو زياتوي چې تر هغو دا مساله حل نه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري او تعامل به بې ګټې وي.

که څه هم سرپرست حکومت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د موجوديت په اړه ادعاوې بې اساسه بللې دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، پاکستان او افغانستان دې د بې ځایه څرګندونو پر ځای له یو بل سره کېني او ټولې ستونزې دې له ډېپلوماټیکو لارو حل او فصل کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ابولحسن صالحي وايي:« دواړه هېوادونه د متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب، د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کولو او د افغانستان پر وړاندې له دوه ګوني سیاست لاس اخیستلو له لارې کولي له سیمه ییز اتصال ډېره ګټه واخلي.»

ځينې نور بيا وايي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسي بدله کړې او پر نړیواله کچه یې د افغانستان مخالفت پيل کړی.

 د دوی په اند، اړتیا ده چې دواړه لوري پر لوړه کچه خبرې وکړي، ترڅو روانې کشالې ته د حل لاره پیدا شي.

د سیاسي چارو کارپوه روح الله هوتک وايي: « پاکستان هڅه کوي له افغانستان امنیتي امتیازات واخلي او غواړي د افغان حکومت پر امنیتي سیاست کې نفوذ ولري. دا چې دواړه هېوادونه اړ دي چې د متقابل باور فضا رامنځته او له استخباراتي سیالیو لاس واخلي، پاکستان باید له افغانستان سره د همکاریو پر بنسټ اړیکې جوړې کړي، نه د فشار او تور لګولو پر بنسټ.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې نښتو، د دغه هېواد پر وړاندې د افغانستان له خاورې د کار اخیستلو په تړاو د پاکستاني چارواکو ادعاوې او له درېیو کلونو راهیسې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو مسالې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو سیوری غوړولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist