Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
علومو اکاډمي: افغانستان د اسلامي مسایلو د حل لپاره الازهر او دیوبند ته اړتیا نه لري

علومو اکاډمي: افغانستان د اسلامي مسایلو د حل لپاره الازهر او دیوبند ته اړتیا نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/17

د دولتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنود تشرېح پروګرام په لړ کې داځل د علومو اکاډمۍ خپلې یو کلنې کړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

په دې خبري ناسته کې دعلومو اکاډمۍ مسوولینو وویل، اوس افغانستان د اسلامي علومو په برخه کې پرځان بسیا دی او د مسایلو د حل لپاره د مصر الازهر او د هند دیوبند جامعو ته هېڅ اړتیا نه لري.

د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال شیخ امیرجان ثاقب وايي: « موږ د افغانستان خلک په اسلامي علومو کې دېته اړتیا نه لرو چې د یوې مسالې د حل لپاره مصر یا هند ته لاړ شو. موږ دلته کافي کادرونه لرو، خو کافیت نه کوي او لا نور مزل باید وکړو.»

ثاقب وايي، هغه مهال قوم او ولس له منځه ځي چې د نورو تابع شي، په تعلیمي برخو کې یې ستونزې پیدا او له خپلې اصلي تګلارې وګرځول شي.

د ثاقب په خبره، هېوادونه هغه مهال نړیږي چې په طبابت، کرنې  او نورو برخو کې یې خدمتونه غیر معیاري وي.

هغه زیاتوي: « علومو اکاډمي د یوه هېواد د ملا تير دی. یو هېواد هغه وخت فلج کېږي چې د علومو له پلوه معیاري نه وي. د یوه هېواد له منځه وړلو لپاره بمونو ته اړتیا نه شته، بلکې د تعلیم له منځه وړل سبب کېږي چې هغه هېواد خپله له منځه لاړ شي.»

په ورته مهال، د علومو اکاډمۍ مسوولین وايي، د یوه ځانګړي پروسیجر له مخې به له دې وروسته د اکاډمۍ ټول چاپېدونکي کتابونه د کره کتنې په موخه  کندهار ته لېږل کیږي.

د دوی په خبره، تر دې مهاله یې په بېلا بېلو برخو کې لیکل شوي ۲۰ کتابونه لېږلي او۵۰ نور هم چمتو دي.

دوی زیاتوي، له چاپ وړاندې کندهار ته د کتابونو د لېږد اصلي موخه د کتاب له محتوا د اسلامي امارت د رهبرۍ په جریان کې اچول دي ترڅو له پالیسیو سره برابره محتوا ولرو.

د علومو اکاډمۍ علمي منشي ډاکټر رفیع الله نیازی وايي: « د افغانستان د علومو اکاډمۍ د امیرالمؤمنین له فرمان سره سم نوي چاپېدونکي کتابونه د یوه پروسیجر له لارې کندهار ته استوي او د هغه ځای له تایید وروسته چاپېږي. تر اوسه ۲۰ عنوان کتابونه د کره کتنې لپاره استول شوي او ۵۰ نور د استولو لپاره چمتو دي. په دغو کتابونو کې د دینې او عصري علومو اړوند کتابونه شامل دي.»

 

د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال شیخ امیرجان ثاقب وايي: « د کتاب منځپانګه باید ټولنې ته له وړاندې کولو څخه مخکې د رهبرۍ له کتنې تېره شي. په اسلامي احکامو کې د وخت د امیر ونډه ډېره مهمه ده.» 

د علومو اکاډمۍ د نویو لغاتونو او اصطلاحاتو د جوړولو خبره کوي او وايي، پرهېواد د کلتوري یرغل او د بهرنۍ ترمینالوژۍ د مخنیوي لپاره په زرګونه بهرني لغاتونه او کلمات ژباړلي، پښتو او دري کې یې ورته معادل کلمات برابر کړي.

د علومو اکاډمۍ علمي منشي ډاکټر رفیع الله نیازی وايي: « د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز شاوخوا ۱۰۰۰ نوي لغاتونه او اصطلاحات پښتو او دري ته ژباړلي او دا لړۍ لا روانه ده.»

شیخ امیرجان ثاقب وايي: «فرهنګي یرغل دېته وايي چې یو هېواد د بل هېواد په ژبه کې خپل کلمات رواج کړي. دغه کار د ملت له منځه تللو مانا لري. موږ له دوه تر دوه نیم زرو نوي لغتونه ژباړلي دي.»

د علومو اکاډمۍ مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې یې د بېلابېلوعلومو په برخه کې ۳۷ علمي او څېړنیزې پروژې بشپړې کړې دي او له ۲۵۰ زیاتې نورې علمي او څیړنې پروژې یې ترکارلاندې دي.

 د دوی په خبره، د علومو اکاډمۍ له خوا تېر کال کې لسګونه علمي کنفرانسونه او څېړنیز سیمینارونه جوړ شوي او همدا راز د بېلا بېلو علومو په برخه کې لسګونه عنوان کتابونه چاپ شوي دي.

د علومو اکاډمۍ علمي منشي ډاکټر رفیع الله نیازی وايي: « د علومو په بېلابېلو برخو کې ۳۷ علمي او څېړنیزې پروژې بشپړې شوې،۲۸۰ علمي او څېړنیزې پروژې تر کار لاندې دي او ۵۷ علمي څېړنیز کنفرانسونه وړاندې شوي دي. همدارنګه په ملي سطحه ۶ علمي او څېړنیز سیمینارونه جوړ شوي او په بېلابېلو برخو کې ۳۴ عنوانه کتابونه چاپ شوي چې ټولیز شمېر یې ۱۱ زره ۹۰۰ ټوکه کېږي.»

علومو اکاډمۍ د هېواد ترټولو لوړ څېړنیز اوعلمي مرکز دی چې په بېلا بېلو طبیعي، تخنیکي، اسلامي، طبي، ادبي، تاریخي او نورو علومو په برخه کې څیړنې او د ظرفیت لوړولو په موخه  کار کوي.

 د افغانستان علومو اکاډمي ۵۲۱ علمي او اداري  تشکیلات لري چې اوس مهال په بېلا بېلوعلمي برخو کې پر کار بوخت دي.۸

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist