Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عشق اباد ته د سرپرست حکومت تللی پلاوی خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي

عشق اباد ته د سرپرست حکومت تللی پلاوی خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/28

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ ترکمنستان ته د تللي پلاوي دوه ورځينی سفر د دواړو هېوادونو لپاره ګټور او له لاسته راوړنو ډک بلل  شوی دی.

دواړو خواوو پرېکړه کړې چې د ګډو او متقابلو همکاريو پر اساس به دوه اړخيزه ډيپلوماټيکي اړيکې پياوړې کوي.

متقي وايي، دواړه هېوادونه د ښو اړیکوغوښتونکي دي او په خبره یې، کابل او عشق‌اباد غواړي په ټولو برخو کې ګډه همکاري زیاته کړي.

متقي زیاتوي: « دواړه هېوادونه غواړي د سیمې پر کچه ښه رول ولري، موږ غواړو د لاجورد لاره چې له ترکمنستانه تېرېږي له دې هم ګټه واخېستل شي او ترکمنستان په دې برخه کې ډېره لېوالتیا ښودلې، چې افغانستان به له دې لارې له اروپا سره وصل شي. همداراز په کوردننه دا داسې پروژه ده چې ترکمنستان په کې پانګونه کوي او د افغانستان لپاره ښه چمتوالی لري او په ټولو برخو کې ښې هوکړې شوې دي.»

د متقي پر مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي په ترکيب کې د افغانستان د برېښنا شرکت پر استازي سربېره د کانونو او پټرولیم وزارت او ځينو نورو ادارو استازي شامل دي.

متقي وايي، د ترکمنستان له چارواکو سره يې د ټاپي پر پروژې سربېره په تولیدي برېښنا، اوسپنې پټلۍ او ورته نورو مهمو مسایلو خبرې او د ګډې همکارۍ ژمنې کړي دي.

متقي ډاډ ښودلی، چې راتلونکی کال به له پلان سره سم د سترو پروژو د تطبیق لپاره عملي اقدامات وشي.

هغه زیاتوي: « ترکمنستان د بهرنیو چارو ښ وزیر سره مو اوږد ملاقات درلوده، نن ټوله ورځ مو د بېلابېلو موضوعګانو په اړه خبرې اترې کړي، چې مهمې یې د ټاپي پروژه، د برېښنا زیاتوالی، د اوسپنې پټلۍ او نورې برخې وې چې د دې ټولو په اړه مو ښې خبرې اترې وشوې، همدراز د سوداګرۍ موضوع هم ډېره اړینه وه چې بحث پرې وشو او پرېکړه وشوه چې ټولو برخو کې به ښیې لاسته راوړنې ولرو.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایې، چې په افغانستان کې هر ډول پروژو ته زمینه برابره شوې ده.

دوی ټينګار کوي، چې اوس مهال په هېواد کې د لاجوردو لارې او ورته نورو پروژو تطبيق لپاره هر اړخیز امکانات شته، چې باید ښه ګټه ترې واخېستل شي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « افغانستان کې دمګړۍ د هرې پروژې د پلي کولو، پيلولو او خاتمې لپاره هر ډول زمینې برابرې شوې دي، هغه که د لاجوردو لاره ده، که ورېښمینه لاره ده او که د یک هزار پروژو په څېر نورې پروژې دي، د دې ټولو لپاره اوس په افغانستان کې هر اړخیزه امکانات برابر دي. د لاجوردو لاره چې منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او اروپا سره نښلوي، تر ټولو مهمې پروژې دي، چې اوس ورته په افغانستان کې هر اړخیزه امکانات برابر شوې دي.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « هره ټرانزیټي لار چې له افغانستانه نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو ته ځي او افغانستان ورسره نښلوي، دا د افغانستان د اقتصاد او پرمختګ لپاره ډېره ګټه لري، لکه د لاجورد لار یا لکه ورېښمو لار یا نورې لارې؛ نو هرومرو دا ډېرې ګټورې تمامېږي چې د دې لارو په اړه تصمیمونه ونیول شي، له هېوادونو سره هوکړه وشي او په دې عملا کار پیل شي، دا نو ډېره غوره ده.»

متقي عشق‌اباد ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او له متقابل لوري يې هم ډاډ ترلاسه کړی، چې د پانګه‌ونې په برخه کې به لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

متقي زیاته کړې: « دواړه هېوادونه له یو بله ښه ډاډمن دي، هېڅ ډول اندېښنې نه لري او له یو بل سره همکار دي، د ډاډ کچه ډېره لوړه شوې او هر هېواد غواړي د سیمې پر کچه ښه رول ولري.»

چارواکي وايي، دواړه هېوادونو ډاډ ښودلی چې د يوه او بل په اړه اندېښنه نه‌لري او ترمنځ يې د باور فضا د بل هر وخت پرتله ډېره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist