Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکریم فاتح: تېر کال مو د سړک جوړونې او ساتنې سلګونه پروژې پلي کړې

عبدالکریم فاتح: تېر کال مو د سړک جوړونې او ساتنې سلګونه پروژې پلي کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/13

د حکومتي ادارو د تېر یوه کال لاسته راوړنو د تشریح په لړ کې د دوشنبې په ورځ  د (۱۴۰۳ کال د زمري پر ۲۲ مه)  د  ټولګټو وزارت خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له خبریالانو سره شریکې کړې.

د ټولګټو وزارت تخینکي معین مولوي عبدالکریم فاتح وايي، په تېر یوه کال کې یې ګڼ شمېر پروژې پلي کړې چې له ډلې یې ځینې بشپړې شوې او ځینې د بشپړېدو په حال کې دي.

دغه راز فاتح د کابل کندهارلویه لار، د سالنګونه لویه لار، د کندهار د معروف او ارغستان ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک او همدا راز د کندهار اروزګان لویه لار یې سترې پروژې دي چې کارونه یې د پلي کېدو په حال کې دي.

د فاتح په خبره، روان کال د هوا ترسړېدو مخکې به د کابل کندهار لویې لارې چارې  بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه زیاتوي: «خلکو ته ډاډ ورکوو، چې سږ کال به د ژمي له را رسېدو څخه مخکې د کابل – کندهار لویه لاره په بنسټیزه توګه جوړه شي. هڅه مو ده چې د سالنګ لویې لارې رغونه له پل خاکي څخه تر دوشاخ پورې بشپړه شي او دغه راز له خنجانو څخه تر دوشي پورې هم ۱۰ کیلومټره سړک ورغول شي.»

عبدالکریم فاتح  وايي، په سالنګونو کې د دویم تونل د کېندنې پلان هم لري، ترڅو په سالنګونو کې شته ستونزې د تل لپاره هوارې شي.

د فاتح په خبره، په همدې موخه له ګڼو بهرنیو شرکتونو سره خبرې شوې او هوکړې ته د رسیدو په صورت کې به یې عملي کارونه پيل شي.

فاتح زیاتوي: « د دویم تونل په اړه مو خپلې هڅې پيل کړې او یو شمېر بهرنیو شرکتونو ته مو اسناد سپارلي دي. تمه لرو، چې دغه شرکتونه به په لنډ وخت کې خپل پروپوزلونه راوړي؛ بیا به له دوی سره د کانونو د استخراج یا بودیجې په بدل کې قرارداد وشي. د دویم تونل په جوړېدو سره به د دغې لارې ټولې ستونزې هوارې شي.»

د کابل – ننګرهار سړک د دویم لاین جوړونه د دغه وزارت له بلې سترې پروژې ده چې د چارواکو  په وینا د جوړونې چارې به یې ژر پیل شي.

فاتح وايي، د اسلامي امارت د مشر له لارښوونې سره سم به د کابل – ننګرهار لویې لارې د دویم سړک جوړنې لګښت د ټول پلازې یا حق العبور له لارې تمویل شي.

هغه زیاته کړه: « د دې سړک د جوړولو منظوري د شیخ صاحب له خوا ورکړل شوې او موږ لګیا یو چې د ټول پلازې له لارې ژر تر ژره د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لاین کارونه پيل کړو. د کابل – جلال آباد اوسنۍ لویه لاره تنګه او له ستونزو ډکه ده. زموږ هڅه دا ده چې د نوې لارې کارونه ژر پيل کړو.»

د وزارت چارواکي وايي، تېرکال د سلګونه کیلومټره سړکونو د جوړونې او رغونې چارې پیل شوې وې چې دا مهال ګڼ شمېر بشپړې شوې دي.

د وزارت د کلني راپور له مخې، ټولې هغه نیمه کاره پروژې به هم بشپړې شي، چې له تېر نظام ورپاتې دي.

د دوی په خبره، د تخار ولایت د فرخار او ورسج ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړک، د نیمروز ولایت سرشیل پل، د ګردیز – زرمت سړک چارې بشپړې شوې او د کابل – لوګر لویې لارې پر دویم سړک کار روان دی.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق ‌شناس وايي: « د ټولګټو وزارت د پروژو له ډلې تېر کال د سړکونو د ساتنې او مراقبت په برخه ۱ زر۶۹۸ کیلومټره پاخه سړکونه ترمیم شوي، له ۳۰ پایو څخه ډېر پلونه جوړ شوي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۲ زره پایې پلچکونه ترمیم، بیا روغول شوي او پاک شوي دي.»

د ټولګټو چارو وزارت مرستیال دغه راز وویل، له چین سره د نښلېدو په موخه د بدخشان د واخان سړک د سروې لپاره بودیجه په واک کې ورکړل شوې او په نږدې وخت کې به یې د سروې چارې پیل شي.

ټولګټو وزارت وايي، په پلان کې ده د ۶۷ کیلومټرو په اوږدوالي د اندخوی او شبرغان ترمنځ او همداراز د ۹۶ کیلومټرو په اوږدوالي د کندهار او سپین بولدک ترمنځ د اوسپنې پټلۍ وغځول شي.

د چارواکو په خبره، په تېر یوه کال کې له ۱۰۰ زیاتې د سړکونو د ساتنې پروژې هم پلي شوې دی چې له ډلې یې د ۸۹ پروژو چارې بشپړې شوې او پاتې نورې د بشپړېدو په حال کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist