Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: له نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/16

د افغانستان  نوي نظام د رسمیت پيژندنې مسله لاهم په خپل حال ده او تر اوسه پورې هېڅ هېواد د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه دی پيژندلی.

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، له ټولې نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې رسمي اړیکې غواړي او که نړۍ ورسره ستونزه لري نو د خبرو او مذاکراتو له لارې دې ورسره حل کړي.

عبدالکبیر وايي، د جګړې پلوي نه یو او نه هم جګړه د حل لار ده او په قصدي ډول له نړۍ سره ستونزې هم نه جوړوي.

د عبدالکبیر په خبره ټول افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی او اوس د خپل هېواد په بیارغونه بوخت دي.

هغه زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت داسې نه دی چې له اړتیا پرته هسې بې ځایه ځان له نړۍ سره په جنجال اخته کړي یعنې دا زموږ پالېسي نه ده، موږ له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي او ګاونډیو هېوادونو سره حسن تعامل، حسن روابط او ښه معامله کې ژوند کول غواړو. نړۍ که له موږ سره هره ستونزه لري په خبرو دې راسره حل کړي، په جنګ دې څوک له موږ سره ستونزې نه حلوي موږ د جنګ پلوي نه یو.»

له شک پرته چې  د روسیې او چین په څېر د زبرځواکونو هېوادونو ترڅنګ ګڼ شمېر نورهېوادونه او نړیوال سازمانونه په کابل کې فعال سفارتونه او استازولۍ لري چې د شیکاګو او ویانا  کنوانسینونو په اساس دغه ډول اړیکو ته خاموشه رسمیت پيژندنه ویل کیږي.

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا دا اړیکې کافي نه ګڼي او زیاتوي چې د نړیوال رسمیت پيژندنې لپاره هغه معیارونه چې ورته اړتیا ده باید پوره شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د هېوادونو ترمنځ سیاسي او ډيپلوماتیکې اړیکې ساتل د هېوادونو او حکومتونو مهمه دنده ده، چې باید له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو لا زیاته زمینه برابره کړي. که څه هم له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې موږ ګورو چې یو شمېر هېوادونو خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانېستي او همداراز د افغانستان ځېنې کونسلګرۍ او سفارتونه د افغانستان سرپرست حکومت د بهرینو چارو وزارت په واک کې ورکول شوې دي؛ خو د رسمیت پېژندنې لپاره د لا زیاتو اړیکو او په نړیواله کچه د سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل لپاره دا کارونه بسنه نه کوي.»

ځینې نور بیا وايي، له نړۍ سره رسمي اړیکې یوازې په خبرو نه ټینګېږي، بلکې عملي کار غواړي.

دوی وايي، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د نه درلودو له امله افغانستان یوې سترې سیاسي او اقتصادي انزوا کې قرار لري.

د دوی په باور دغو نړیوالو بندیزونو له امله چې د ځینو سیاستونو او پرېکړو له امله لګول شوي، د عامو افغانانو ژوند سخت شوی او له ستر بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دي.

د سیاسیي چارو شنونکی سرور نیازی وايي: « سره له دې چې دا دوه کاله ډېری هېوادونه د افغانستان له اسلامي امارت سره ښې ډيپلوماتیکې اړیکې لري، په بېلا‌بېلو برخو کې تعامل لري، مرستې کوي؛ خو له دې هر څه سره بیا هم تر اوسه هېڅ هېواد د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی او دا چې پر رسمیت نه پېژندل کېږي دلته د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې بدترېږي، بې کاري او ناامني خپله زور اخلي.»

خو اسلامي امارت بیا له دې وړاندې په ټینګار سره ویلي، هغه معیارونه چې د یوه هېواد رسمیت پيژندنې لپاره اړین دي پوره کړي یې دي او اوس باید نړیوال پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي، افغان نظام پر رسمیت وپېژني او د افغانانو کنګل شوې پانګه ازاده کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist