Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر قطر مېشتو افغان سوداګرو ته؛ خپل هېواد کې پانګونه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/05

د ریاست ‌الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، چې د حماس غورځنګ د سياسي مشر اسماعیل هنيه د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی دی، هلته یې له عامو افغانانو سربېره له افغان پانګه‌والو سره هم ليدلي او ترې غوښتي يې دي، چې په افغانستان کې د پانګه‌ونې په هدف بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

اخوا پانګه‌وال بیا د پانګونې په برخه کې د رامنځته شویو فرصتونو له امله خوشبين دي او په هېواد کې يې د پانګونې لپاره لېوالتيا ښودلې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي:« د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې قطر کې په سفر دی، پرون مازیګر مهال یې په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په مقعر کې له قطر مېشتو افغان سوداګرو او افغانانو سره وکتل، راغلو افغان سوداګرو په هېواد کې د راغلي سرتاسري امنیت او په بېلابېلو سکټورونو کې په ځانګړې توګه د اقتصاد او تجارت په سکټور کې د رامنځته شویو اسانتیاوو له امله خوشبیني وښودله او خپله لېوالتیا یې په ډاکه کړه، چې دوی غواړي ه هېواد کې پانګونه وکړي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د راغلو افغان سوداګرو او افغانانو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او هغوی یې وهڅول، چې هېواد ته راشي او سوداګرۍ او پانګونې ته مخه کړي.»

ټاکل شوې ده، چې مولوي عبدالکبير به د اروپايي هېوادونو په ګډون له هغو بهرنيو ډيپلوماټانو سره هم وګوري، چې د افغانستان لپاره له دوحې ماموريت پر مخ وړي.

په دې ليدنو کې به د افغانستان او هېوادونو ترمنځ پر شريکو سياسي مسايلو بحث او نظرونه تبادله شي.

د اسلامي  امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي:« د ریاست الوزرا سیاسي مولوي عبدالکبیر به  نن مازیګر مهال په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت په سفارت کې د افغانستان لپاره د اروپايي او ځېنو نورو هېوادونو له یو شمېر هغو ډیپلوماټانو سره وګوري، چې په دوحه کې مېشت دي.»  

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي وايي، سرپرست حکومت چارواکو په دې وروستیو کې هڅې زیاتې کړي،  څو له نړیوالو سره اړیکې نورې هم پیاوړي کړي.

دوی وايي، د امنیت تامينېدو ته په پام سره نړیوالو ته زمېنه برابره ده، څو خپلې استازولۍ په کابل کې پرانېزي او له نږدې د سرپرست حکومت کړنې وڅاري.

د سیاسي چارو شنونکي فیض محمد ځلاند وايي:« په کار ده، هغه څه ته توجه وشي، چې دا مهال د افغانانو شرطونو په توګه او همدا راز د نړۍ شرطونه په توګه وضع شوي دي، هغه مسایل ترې جلا شي، چې په هغه کې ځېنې خلک خپلې ګټې پالي او هغه مسایل چې د افغانانو ګټي دي، هغه باید عملي شي او له نړۍ او سیمې سره د اړیکو پرانېستې دروازې ولرو.»

مولوي عبدالکبير له دې وړاندې په ايران کې د دې هېواد له چارواکو سره ليدلي وو او د افغان کډوالو وضعيت په اړه ورسره بحث کړی و.

خو له ايراني چارواکو سره له بحثونو سربېره هم، په ايران کې د افغان کډوالو وضعيت ښه‌والی نه دی موندلی او پر وړاندې يې حساسيت اوس هم موجود دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist