Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: د روغتیايي سکټور بېرته پر پښو درولو هڅې روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/04

یوازې لرې پرتې غرنۍ سیمې نه دي، بلکې دا مهال په لویو ولسوالیو او ولایتونو کې هم خلک شکایت کوي چې ډېری روغتیایي مرکزونه د ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.

دغه شکایتونه داسې مهال کېږي چې تازه د کابل طبي پوهنتون له شپږو بېلابېلو پوهنځیو ۲۳۰ تنه فارغ شول، چېد ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د ولايتي مرکزونو په شمول به په لرې پرتو سیمو کې پر دندو وګومارل شي.

عبدالکبیر وايي، که څه هم په تېرو جګړو کې روغتیايي سیسټم د مافیايي کړیو له خوا له کاره غورځول شوی و، خو اوس هڅې روانې دي چې دا سکټور بېرته پر پښو ودرول شي.

د عبدالکبیر په خبره، په لرو پرتو سېمو کې روغتیايي مرکزونو ته زیاته اړتیا ده او له دې سره څنګ کې د وړ او مسلکي کسانو ګومارنې ته هم اړتیا لیدل کېږي.

هغه زیاتوي:« تاسو داسې مهال د افغانانو د درملنې لپاره له پوهنتون څخه فارغ شوي یاست چې د افغانستان د روغتیايي سکټور پرخلاف له څو لسیزو راهیسې پروپاګند شوی او دغه سیسټم یې بې اعتباره کړی. په تېرو څو لسیزو کې مافیايي کړیو د افغانستان روغتیايي سیسټم له کاره غورځولی و، مسوولیت مننونکی نه و، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ټیټ او دولتي روغتیايي مرکزونه له ستونزو سره مخامخ وو.»

په ورته مهال، د لوړو زده ‌کړو وزارت سرپرست د روغتیايي مرکزونو پر پښو درول د سرپرست حکومت له کاري لومړيتوبونو ګڼي او په خبره يې هڅه کوي، چې په دې برخه کې د وړتیا او مسلک پر بنسټ خلک پر دندو وګوماري.

د لوړو زده ‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي: « پر خپل روغتیايي سیسټم باندې د خلکو د باور جوړول اړین دی، کنه د هرې کوچنۍ ناروغۍ لپاره به هم خلک نورو هېوادونو ته ځي، ځکه وايي دلته ډاکټران نه شته. موږ هڅه کوو له نړۍ سره په روغتیايي برخه کې ګډ پروګرامونه ولرو.»

چارواکي له کابل طبي پوهنتون څخه تازه فارغو شویو ځوانانو ته ډاډ ورکوي چې ټول به په اړینو بستونو کې پر دندو ګومارل کېږي او هېڅ یو به بې دندې پاتې نه شي.

دغه راز دوی د درملو له وارېدوونکو شرکتونو غوښتنه وکړه چې د بې کیفیته درملو له واردولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.

دوی له نړیوالو مرسته کوونکو موسسو او بنسټونو هم وغوښتل چې په لرې پرتو او غرنیو سېمو کې دې له روغتیايي مرکزونو سره مرسته وکړي ترڅو روغتیايي سکټور پر پښو ودرېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist