Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: داعش ډله افغانستان کې ځپل شوې او هېڅوک یې باید د ځواکمن ښودلو لابي ونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/08

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له  لوري په کابل کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټو ته  روژه ماتی برابر شوی و، چې په کې د هېوادونو سفیرانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او اسلامي کنفرانس استازو ګډون درلود.

د غونډې ګډونوالو ته د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې وویل، تمه لري چې تر راتلونکې روژې په کابل کې د بهرنیو ډیپلوماټانو شمېر له دې هم زیات وي.

نوموړي زیاته کړه، چې په سیمه او نړۍ کې ځېنې کړۍ په افغانستان کې د داعش لپاره تبلغات کوي؛ په داسې حال کې چې داعش نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ او بشریت دوښمن دی.

عبدالکبیر وايي، داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې او هېڅوک باید د دغې ډلې د ځواکمن ښودلو لابي ونه کړي.

هغه زیاتوي: « په سیمه او نړۍ کې ځېنو کړیو په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی دی. داعش نه یوازې د افغانستان، بلکې د بشریت، سیمې او نړۍ دوښمن دی، اسلامي امارت دغه ډله په افغانستان کې ځپلې ده او هېڅوک یې باید د قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « په عمومي ډول ترهګرې ډلې نړیوال یا د یوه لوی هېواد ملاتړ لري او همدوی دي چې یادې ډلې حمایه کوي او مالي ملاتړ یې کوي، لا یې پسې پراخوي او بیا یې د خپلو موخو لپاره د نورو هېوادونو پر وړاندې کاروي؛ نو د داعش ډله هم له دې مسالې مستثنا نه ده.»

دغه کابل مېشتي بهرني ډیپلوماټان چې سپیدار ماڼۍ ته د روژماتي په پلمه وربلل شوي وو؛ د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال له لوري ورته د افغانستان د نظام بهرنۍ تګلاره وړاندې شوه.

مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان د خپل بهرني سیاست له مخې غواړي چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو ټینګښت غواړي او هیله لري چې په سیمه‌ییزو پروژو کې د ونډې اخېستلو پر مټ د وصل د نقطې په توګه عمل وکړي.

عبدالکبیر زیاته کړې:« اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري او د سیمې هېوادونه کولی شي په ګډه سیمه‌ییز نوښتونه رامنځته او پياوړي کړي. اسلامي امارت لېواله دی چې له نړیوالو سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکې ولري، په سیمه ییزو پروژو کې ونډه واخلي او د وصل د نقطې په توګه عمل وکړي.»

نوموړي یوځل بیا وویل، د افغانستان ګاونډیان دې ډاډه وي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ ډول ګواښ ورته پیښ نه شي.

د دغه لوړ پوړي چارواکي په وینا، هغوی چې په افغانستان کې ماتې خوړلې د افغانستان او سیمې اړیکې او تعامل او په کوردننه د پرمختګونو رامنځته کېدل ورته د منلو نه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist