Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/09

د ریاست الوزرا‌ء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له شارژدافېر او د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره کتلي دي.

مولوي عبدالکبیر د ایران په کرمان کې وروستیو چاودونو ته په اشارې ویلي، چې داعش ډله د ګډ دوښمن په توګه د سیمې د ناامنه کولو هدف لري.

کاظمي قمي بیا ډاډ ښودلی چې ایران د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړی نه دی او هڅه کوي، افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ برخه وګرځوي؛ خو په خبره يې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل لاهم د ایران اساسي غوښتنه ده.

 د سیاسي چارو شنونکی قاضي محمدحسن حقیار  وايي:« د همدې موضوعاتو او اړیکو په پياوړتیا خبرې وشوې، دا ناسته د افغانستان او ایران پر ګټه وه او پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د رغېدو لپاره دې نورې ګړندۍ هڅې هم وشي.»

سیاسي شنونکی واحد فقیري وايي: « دا چې داعش په افغانستان او ایران کې خپل بریدونه ډېر کړي، دا د دې ښکارندويي کوي چې په سیمه کې لوی قدرتونه امریکا او اسرائیل غواړي چې تشنج زیات کړي او د مسلمانانو ترمنځ اختلافات راوپاروي.»

په ياده لیدنه کې د افغانستان لپاره  د ایران ځانګړي استازي او شارژدافېر ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابوونکې کړۍ نه شي بریالۍ کېدی.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په سیمه کې د دایمي ثبات رامنځته کېدو په موخه د هېوادونو ګډې همکارۍ مهمې بولي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وایي: « اړینه ده چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې په مقابل کې په خپلو پالېسیو، چلن او احساساتو کې بدلون راوړي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اړینې کړنې ترسره کړي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په همکارۍ د افغانستان د خلکو لپاره د سولې، ثبات او لا زیات امنیت د تامین لپاره هڅې وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري، ګډ دوښمنان لري او په ورته وخت کې ګډې اندېښنې هم لري. په تېرو دوو کلونو کې په سیاسي ډګر کې د کابل او تهران تعامل دوستانه و، په اقتصادي ډګر کې یې اړیکې هم غښتلې وې، زموږ غوښتنه دا ده چې دا اړیکې لا زیاتې پراخه او تهران رسمي تعامل ته راوړاندې شي.»

د ریاست الوزاء سیاسي مرستیال ډاډ ښودلی چې د افغانستان خاوره له ګاونډیو سربېره د نړۍ د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او هڅه کوي، چې د سیمې ثبات او امنیت کې خپل مثبت رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist