Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عبدالله: ټاکنو کمیسیون د یو مشخص ټیم په ګټه کار کوي

admin by admin
2019/11/27

په ۷ ولایتونو کې د مرکزونو تړلو د ټاکنو پاېلې ځنډولي.

د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو دوه میاشتې پوره شوې خو ټاکنو کمېسیون د دوه ځلې مهالویش د نقض سره سره لاهم د کارونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

په اوو شمالي ولایتونو کې د بیا شمېرنې مخه نیول په اوس کې د کمېسیون د کارونو په وړاندې لویه ستونزه ده.

د دارالانشاء رییس حبیب الرحمان ننګ وايي، په کندهار او ننګرهار کې بیا شمېرنه نن بشپړیږی او له هغې وروسته به دوی کمېسیون ته د پایلو د اعلان لپاره عمومي راپور وسپاري.

په اوو ولایتونو کې د بیا شمېرنې پیل ستونزه تر اوسه حل شوې نه ده خو داسې ښکاري چې کمېسیون د دې ولایتونو به غیر لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون کمېنشر اورنګ زیب وايي، په اوو ولایتونو کې دوی په دوو ورځو کې بیا شمېرنه کولی شي او له هغې وروسته به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

بله خوا د ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله ګواښ کړی تر څو چې کمېسیون تقلبي رايي باطلې نه کړي دوی ته د پایلو اعلان په هیڅ صورت د منلو نه دی.

عبدالله ویلي، کمېسیون د دولت جوړونکي ټیم تر تاثیر لاندې دی او پریکړه یې ورته مشروعیت نلري.

خو ټاکنو کمېسیون وايي، دوی تر دې دمه خپل ټول کارونه د قانون په چوکاټ کې مخته وړي او د هیچا تر اغیز لاندې نه دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist