Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عبدالله عبدالله: پاکستان د سولې برخه کې همکاري کوي.

admin by admin
2021/06/19

 د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په ترکیه کې د انتالیا ناستې په څنډه کې لېدنه کړې.

عبدالله عبدالله وایي، قریشي منلې،چې د سیمې لپاره یې سیاست تغیر کړی او د افغان ټیکاو سره مرسته کوي.

 عبدالله او قریشي د افغانستان او پاکستان په دوه اړخیزو اړیکو، سولې بهیر او نورو مهمو مسایلو په هکله خبرې او بحثونه کړي دي.

عبدالله زیاته کړه:« د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره مې د انتالیا په څنډه کې، په سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو نظریات تبادله کړل. قریشي راته د افغان سولې پروسې، د مذاکراتو چټکتیا او افغانستان کې د ثبات په تړاو د بشپړ ملاتړ ډاډ راکړ.»

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، عبدالله سره په لیدنه کې مې د افغانستان اړوند خپله پالیسي تائید کړې.

قریشي ویلي: « ډاکټر عبدالله عبدالله سره مې لېدنه کې د افغانستان سیاسي مشرتابه سره زموږ د ښکېلتیا پالیسي یو ځل بیا تاید کړه، ترڅو د دوه اړخېزو اړېکو او سولې پروسې په اړه ژور دوه اړخېز تفاهم رامنځته کړو. د دایمې سولې لپاره مې د مذاکراتو د چټکتیا هېله وښوده.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ثبات د سیمې ثبات بللی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د خبرپاڼې یوه برخه: « په دې ناسته کې شاه محمود قریشي  ټېنګار وکړ، چې په سیمه کې د پاکستان سیاست بدلون کړی، پاکستان په سیمه کې د اقتصادي اتصال د پراختیا محور څاري او د دې نظر د تحقق لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات ضروري دی.»

د ملي روغې جوړې  عالي شورا ویلي، عبدالله سره په لیدنه کې قریشي په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې د پاکستان په هڅو او دوامداره همکاریو ټینګار کړی او افغانستان کې ټيکاو یې د پاکستان په ګټه هم بللی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist