Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عبدالله د افغان سولې د ملاتړ لپاره ایران ته تللی او د حزب اسلامي امیر دوشنبې اسلام اباد ته ځي

admin by admin
2020/10/18

د سولې د ملاتړ لپاره د مصالحې عالي شورا مشر ایران ته تللی او هلته یې د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او یو شمېر نور چارواکو سره کتلي دي.

د مصالحې عالي شورا وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له ښاغلي عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغان سولې له بهیر ملاتړ کوي او په افغانستان کې سوله د سیمې د امنیت لپاره اړینه ده.

د مصالحې علي شورا مشر دغه راز د ایران د اسلامي شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره هم کتلي دي.

د ایران د اسلامي شورا مشر بیا ویلي چې په افغانستان کې له هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو په ګټه او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي.

د ښاغلي عبدالله د سفر موخه د سولې لپاره د ایران ملاتړ او دغه هېواد ته ډاډ ورکول دي چې د افغانستان له اړخه به زیان ونه ویني.

د امریکا او طالبانو له تړون وروسته د ایران په دریځ کې بدلون لیدل شوی او سیاست یې د افغان حکومت له سیاستونو سره په ښکاره برابر کړی ده.

د امریکا او طالبانو له تړون وروسته په سوله کې د سیمې اونړۍ زیات شمېر هېوادونه فعال شول، خو د امریکا له زیاتې ښکېلتا له امله د تهران رول پیکه دی.

د افغان حکومت هڅه دا ده چې ایران د افغانستان په سوله او ثبات کې راښکېل کړای شي.

له دې سره د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یو رسمي سفر د دوشنبې پر ورځ پاکستان ته ځي.

دا اعلان د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق په خپله ټویټر پاڼه کړی ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان استازی  صادق خان: ((پخوانی لومړی وزیر او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به د اکتور ۱۹ تر ۲۱ مې د پاکستان دوره وکړي. هغه به د بهرنیو چارو وزیر، جمهور رییس ، لومړي وزیر، د سنا رییس، د ولسي جرګې ریيس سره وګوري. هغه به د مطالعاتي مرکز غونډې ته وینا وکړي او د مخکښو ژورنالستانو سره به وویني.))

ایران اوپاکستان د افغانستان هغه ګاونډیان دي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن دي او ډير کله یې چارواکو اعتراف هم کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist