Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالباقي حقاني: په عصري علومو کې ترقي او کار اهل کار ته سپارل مو ژغورلی شي

عبدالباقي حقاني: په عصري علومو کې ترقي او کار اهل کار ته سپارل مو ژغورلی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/11

د ازموينو ملي ادارې او پوهنې وزارت چارواکو د پوهنې وزارت د اداري کارکوونکو او دغه راز د ښوونکو ګومارنې لپاره د اخيستل شوې ازموينې پايلې اعلان کړې.

دغه ازموينه په ۲۴ ولایتونو کې اخیستل شوې وه چې ټولټال ۳۵زره ۶۴۰ تنه داوطلبانو په کې ګډون کړی و.

چارواکي وايي، د دغو داوطلبانو له ډلې ۳ زره ۷۱ تنه بريالي، ۸ زره ۳۹۲ ريزرف او پاتې نور يې بې پایلې پاتې دي.

د پوهنې وزارت چارواکي د دغو کسانو ګومارنه د ښوونیز کیفیت لوړولو او ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بولي او د دوامداره اصلاحاتو او پرمختګ ډاډ ورکوي.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین سخاءالله سعید وايي: « هغوی چې په دې ازموینه کې کامیاب دي، ۳ زره ۷۱ کسان دي او ۸ زره ۳۹۲ کسان ریزرف پاتې شوي چې ټوله مجموعه یې ۱۱ زره ۴۶۳ تنه جوړېږي.» 

چارواکي تمه لري چې د نويو ښوونکو په ګومارنې سره به په ښوونځيو کې د زده کړو کيفيت لوړ شي، خو په دې اړه د خلکو شکايتونو ته په پام سره د حکومت له لوړپوړو چارواکو غواړي چې د زده کړو کيفيت په لوړولو کې دې له پوهنې وزارت سره نږدې همکاري وکړي.

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین عبدالخالق صادق وايي: « له ټولو مسوولینو مو دا غوښتنه ده چې متوجه و اوسو، معارف په خپلو پښو ودروو او کیفیت یې لوړ کړو؛ ځکه چې بیا به په ټول هېواد کې د عقیدې، عصري او دیني علومو اصلاح راشي.»   

په ورته مهال، د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني بيا په عصري علومو کې پرمختګ او کار اهل کار ته په سپارلو ټينګار کوي او حکومت مکلف ګڼي چې پاملرنه ورته وکړي.

حقاني زیاتوي:« یو په عصري علومو کې په ترقۍ سره او دویم دا چې کار اهل کار ته وسپارل شي. که تاسو وګورئ نړۍ کې چې څومره هېوادونه آباد شوي، یا یې په سیمه کې اثر پیدا کړی یا یې د نړۍ پر کچه اثر پیدا کړی او یا یې هم نور هېوادونه تر خپل کنټرول او اغېز لاندې راوستي دي، بنیادي وجه یې دا ده چې دې هېواد په عصري علومو کې پرمختګ کړی.»

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت له دې مخکي هم ویلي و چې په ټول هېواد کې څه باندې ۳۵ زره ښوونځي او مدرسې فعالیت لري او زرګونه تنه په کې پر زده ‌کړو بوخت دي.

 د دوی په خبره، د ټول هېواد پر کچه ۲۶۰ زره ښوونکي په ښوونځیو کې په تدریس بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو متلونو علمي او فرهنګي سازمان(یونسکو) د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي راپور کې وویل، د افغانستان سرپرست حکومت په دې هېواد کې ۱.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

یونسکو زیاته کړې وه، که په افغانستان کې د ښځو د زده کړو پر ضد د اسلامي امارت  تګلارې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال دوام وکړي، دا شمېر به له ۴ میلیونو تنو واوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist