Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عام خلک بیا د تېر حکومت تکرار نه غواړي

admin by admin
2020/05/10

عام خلک وايي، سیاسي معاملو کې د ملي القابو او رتبو ورکول خیانت دی.

ښاریان د عبدالله عبدالله او ولسمشرغني په جوړجاړي کې د قدرت وېش ته اندېښمن دي او زیاتوي، چې تېره پنځه کلنه دوره به یو ځل بیا تکرار شي.

عام خلک اندیښنه لري، که د مارشالۍ رتبې ورکول دوام ورکړي، له وروسته به نور جنګسالاران هم د دغې رتبې غوښتنې ولري.

دوی له سیاسونو غواړي، قدرت ته د رسېدو لپاره دې پر ملي او ارزښتمنو مسایلو معاملې نه کوي.

حاجې محمد نیسم دوه کاله په نظامي برخه کې دنده ترسره کړې او د پخوانيو مجاهدینو او سیاسیونو له ټولو ګړنو او لاسته راوړنو خبر دی.

محمد نیسم له عبدالله عبدالله له لورې دوستم ته د مارشالۍ د ربتې وړاندې کول یو لوی خیانت بولي او د عبدالله عبدلله دغه کار د دوستم په غړو قدرت ته د رسېدو لپاره بولي.

د کابل ښار اوسېدونکی حاجي محمد نسیم داسې وايي (( په تېرو پنځه شپږو کلونو کې حکومت څه وکړل؟هیڅ یې هم و نشو کړای. حکومت حتا په کابل کې د ناروغانو لپاره یو روغتون هم جوړ نشو کړای. که اوس یو ځل بیا د تیر حکومت په شان نوی حکومت باندې هوکړه کیږي دا د وطن او خلکو په تاوان دی.))

یو شمېر ښاریان له عبدالله عبدالله او ولسمشر غني غواړي، چې خپلو کې دې سره جوړ شي، خو د حکومت وېش او د پخوانۍ دورې تکرار نه غواړي. 

د کابل ښار اوسېدونکی اجمل بیات داسې وویل (( تیر ځل هم عامو خلکو سره ژمنې وشوې چې ستونزې به نه جوړېږي او حکومت به ټولې چارې په بریالۍ توګه مخته وړي خو هغسې و نه شول. دا ځل ملت تمه لري چې د تیر حکومت تجربې تکرار نه شي. خلک د سولې تږي دي او دوی باید د سولې لپاره جدي کار وکړي.))

ښاریان وايي، چې سیاسیون هره ورځ د دوی په برخلیک لوبې کوي او د ملت غم ورسره نشته.

د کابل ښار اوسېدونکو داسې وویل (( که موږ وغواړو یا و نه غواړو، پرېکړې د غربي هېوادونو لخوا کیږي.. څنګه چې هغوی وغواړي هماغه شان یو حکومت په افغانانو تپلی شي،،،،دا هر څه د لویدیځو هېوادونو په  واک کې دي چې چاته واک ورکړي او چاته د مارشالۍ رتبه ورکړي نور باید خلک فریب و نه خوري حقیقتونه باید درک کړو.)) 

تمه وه، چې عبدالله عبدالله او د ولسمشر غني تر منځ د جوړجاړي هوکړه لاسلیک، خو وروسته داسې راپورنه خپاره شوي، چې ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته په حکومت کې د پنځوس سلنه ونډې څخه انکار کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist