Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عامې روغتیا وزارت: که خلک همکاري ونه کړي، د کورونا وبا له امله  به مړینه زیاته شي.

admin by admin
2021/06/21

 د یاد وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، په روغتونونو کې د کورونا وبا  له ناروغانو بسترونه ډک او د ناروغانو شمېر ورځ بلې ته زیاتېږي.

مجروح وايي، که خلک همکاري ونه کړي، د کورونا وبا ګواښ او مړینه به د پام وړ زیاته شي.

مجروح زیاته کړه: «  وېروس په ټول هېواد کې خپور شوی دی. د وېروس خپرېدل ډېر زیات شوي. د وېروس له امله مړېنه هم د پام وړ زیاته شوې. درېیمه څپه خورا ګواښوونکې ده. ناروغان اکسېجن ته ډېره اړتیا پیدا کوي. »

په وروستیو کې د کورونا وبا له امله د مړینې شمېر د زیاتوالي لامل د آکسیجن کمښت په ګوته شوی دی.

په ورته وخت کې مجروح وايي، د اکسیجن تقاضاء زیاته، خو د وزارت ظرفیت کم دی.

مجروح وايي:« د روغتون فعاله کول د حل لاره نه ده. دا څو دلیلونه لري. یو د بستر برخه کې د عامې روغتیا وزارت ستونزه نه لري. موږ د اکسیجن په برخه کې که تر دې بسترونه زیات کړو، ستونزې سره مخ کېږي.»

عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا ګواښ اوج کې دي او تر ټولو په سخت حالت کې قرار لرو، که خلک همکاري ونه کړي، لېرې نه ده،چې د روغتونونو په انګړونو کې به هم پر کورونا وبا د اخته ناروغانو لپاره ځای نه وي او سړکونه او کوڅې به ترې ډکې شي.

دغه راز یاد وزارت وايي، که د مثبتو پېښو او مړینې ګراف په همدې بڼه لوړ وي اړ دي،چې وضع شوي محدودیتونه نور هم وغځوی کړي.

د وزارت د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې پر کورونا وبا د  اخته کسانو شمېر ۱۰۳ زرو پورته شوی او ۴ زره ۲۱۵ کسان ترې مړه شوي دي.

 کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت  په ووهان ښار کې پیدا شوه.

د امریکا متحده ایالتو  د جان هاپکنز پوهنتون  د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې  پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۸ میلیونو لوړ شوی  او څه باندې ۳.۸۶ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist