Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عامې روغتیا وزارت: هېواد کې  تر اوسه د بېزو ټناکې ناروغۍ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/01

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د بېزو ټناکې (مانکي پاکس) ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت کېدل ردوي او وايي، تر اوسه پورې د دې ناروغۍ مثبته پېښه ورسره نه ده ثبت شوې. 

دیا وزارت ویاند جاوید هژیر وايي:« د بیرو تڼاکې (مانکي پاکس) پر ناروغۍ شکمنې پېښې چې په وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې زموږ د هېوادوالو د اندېښنې لامل شوې وې، د روغتیايي کارکوونکو تر څېړنو او همدارنګه لومړنیو معایناتو وروسته دا جوته شوه چې په ځینو کې یې (انفېکټېټ سکبیس) او ځینو نورو کې بیا د (چېک ان پاکس) په ډول دي چې د درملنې وړ ناروغۍ دي او موږ یې اوسمهال امکانات هم لرو؛ نو له نېکه مرغه هېواد کې پر بیزو ټناکې ناروغۍ مثبته پېښه لا نه لرو.» 

هژیر وايي،روغتیايي ټيمونه هغه شکمنې پيښې،چې خلک یې اندېښمن کړي،تر نظر لاندې نیولې دي او تر اوسه پورې د مانکي‌پاکس ناروغۍ کومه مثبته پيښه نه ده ثبت شوې.

هغه زیاتوي،چې په زابل او ننګرهار ولایتو کې د دغې ناروغۍ نښې موجودې دي،خو د مانکي پاکس یا د بیزو تڼاکې په  نوم وایروسي ناروغي نه ده خپره شوې.

اخوا روغتیاپالان بیا  دغه ناروغي خطرناکه ګڼي خو وايي، وژونکې نه ده او انسان ته له حیواناتو لیږدول کېږي.

روغتیاپال بشیر صمیم وايي:« په افغانستان کې خو تر اوسه پورې داسې یوه پېښه چې عامې روغتیا وزارت تائید کړي وي، نه ده ثبت شوې.  خو په ننګرهار او زابل ولایتونو کې د مانکي پاکس یا د بېزو ټناکې ناروغۍ ته یې نښې نښانې ورته دي. خو تائید شوي نه دي. موږ چمتوالی لرو، کومه ستونزه نه شته دی. دا وژونکې ناروغۍ نه ده،لکه د کورونا وبا،چې موږ او تاسې ترې ډېر ووېرېږو.» 

دمسوولینو په خبره، دا داسې  ناروغي نه ده،چې وژونکي اوسي او د کورونا وبا پرتله يې د مړینې ګواښ کم دی. 

مانکي‌پاکس یا د بیزوګي تڼاکې ناروغي په لومړي ځل افریقايې هېوادونو کې ثبت شوه.

داکتران د دې ناروغۍ نښې نښانې د پوستکي سوروالی، ځان دردي او تڼاکې یادوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist