Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت له واکسین پاتې ماشومانو ته د کتلوي معافیت حمایوي پرګرام پیل کړ

عامې روغتیا وزارت له واکسین پاتې ماشومانو ته د کتلوي معافیت حمایوي پرګرام پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/26

عامې روغتیا وزارت د هغو ماشومانو لپاره  د کتلوي معافیت حمایوي پروګرام (بیګ کېچ آپ) پيل کړ چې عمرونه یې د دوه او پنځو کالو ترمنځ دي.

د دغه پرګرام له لارې به ټول هغه ماشومان واکسین شي چې له واکسین پاتې دي.

د عامې وزارت د ناروغیو وقایوي طب رییس ډاکتر حیدرخان حیدر وايي: « د دې لپاره چې خپل ملت له ساري ناروغیو څخه وژغورو، باید ماشومانو ته معافیت ورکړو. د دې پروګرام په لړ کې به تر ۸۰۰ تنو ښځینه او نارینه واکسیناتوران خدمات وړاندې کوي او هغو سیمو ته به ځي چې هلته ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي وي. هدف له ۲ تر ۵ کالو عمر لرونکي هغه ماشوما دي چې له واکسین څخه پاتې وي. په دې پروګرام کې به ۱۳ ډوله نوي واکسینونه تطبیق شي.» 

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، لکه څرنګه چې د روغتیا د نړیوال سازمان په خپل راپور کې یادونه کړې، په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ده خو په دې وروستیو کې د ناروغیو د مخنیوي په موخه د واکسین کمپاین په پایله کې دغه کچه راټیټه شوې.

مولوي نورجلال جلالي د بشري حقونو پر ټولو نړیوالو مدافع بنسټونو غږ کوي چې مور او ماشوم هم بشر دي او په دغه برخه کې باید له افغانستان سره مرسته وکړي.

جلالي زیاتوي: « د روغتیا نړیوال سازمان د سروې پر بنسټ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماشومانو د مړینې کچه په کې لوړه ده. خو له نېکه مرغه په دې وروستیو کالو کې د روغتیايي خدمتونو او په ځانګړې توګه د واکسین د پراخ پوښښ له امله دغه کچه د پام وړ ټیټه شوې. له ټولو نړیوالو غوښتنه کوو چې سیاسي برخه له صحت څخه جلا کړي. هغه نړیوال همکاران چې تل د مور او ماشوم د حقونو ادعا کوي، باید له موږ سره د روغتیا په برخه کې ډېره همکاري وکړي؛ ترڅو د مور او ماشوم او نورو آسب پذیرو افغانانو روغتیايي ستونزې حل شي.»

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په خبره، هرکال د کتلوي معافیت له لارې له ۴ تر ۵ میلیونو تنو ماشومانو ته واکسین ورکول کیږي، خو له دې کمپاین څخه پاتې ماشومانو لپاره یې تازه حمایوي پرګرام پیل کړی چې په ټول افغانستان کې به پلی شي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وايي:« د کتلوي معافیت له راپور سره سم، هر کال له ۴ تر ۵ میلیونه ماشومان د دې پروګرام له مؤثریت څخه برخمن کېږي. په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې یو ډېر چټک پروګرام پيل شوی چې په لړ کې به یې د هېواد پر کچه له پنځو کالو څخه کم عمر لرونکو ته واکسین ورکړل شي. دغه پروګرام ته بېګ کېچ اپ وايي.»

چارواکو د کتلوي معافیت پرګرام اصلي موخه د ماشومانو د مړینې کچه راکمول او دغه راز په ملي کچه تر ۹۰ سلنو او د ولسوالیو په کچه تر ۸۰ سلنو د واکسین د پوښښ ساحې پراخول وبلل.

د دوی په خبره،  د نري رنځ، تورې ټوخلې، تور زیړي، سینه بغل، شري، نس ناستي، ټیټانوس او ګوزڼ ناروغیو د مخنیوي اړوند واکسینونه په واک کې لري او د پلې کولو لړۍ یې روانه ده.

د عامې روغتیا وزارت د ملي کتلوي معافیت آمر ډاکټرعبدالحکیم همت وايي:« د ملي کتلوي معافیت پروګرام موخه دا ده چې د واکسین له لارې د وقایې وړ ناروغیو له امله د ماشومانو مړینه راکمه کړو. په ملي کچه ۹۰ سلنه او د هرې ولسوالۍ په کچه ۸۰ سلنه ټول واکسینونه تطبیق کړو. د کتلوي معافیت پروګرام د ورځینو واکسینونو او د واکسین د مرستندویه فعالیتونو له لارې د نري رنځ، تور ټوخي، دفتریا، هیپاتیت بي، سینه بغل، شري، اسهالاتو، ټیټانوس او ګوزڼ ناروغیو څخه د مخنیوي او د ماشومانو د ساتې لپاره واکسین تطبیقوي.» 

په ورته وخت کې، د کتلوي معافیت ملي پروګرام لپاره جوړه شوې پنځه پوړیزه ودانۍ هم ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.

چارواکي وايي، په دې ودانۍ دوه میلیونه امریکايي ډالرو لګول شوي چې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونېسف) او د واکسین د ملاتړ نړیوالې ټولنې له خوا ورکړل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist