Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عامې روغتیا وزارت:د واکسینو وېش مرکزونو ته د خلکو مراجعه زیاته شوې

admin by admin
2021/07/11

د عامې روغتیا وزارت وايي، د پخوا پر پرتله د کورونا وبا ضد واکسین ویش مرکزونو ته د خلکو مراجعه زیاته شوې او تر دې مهاله نږدې یو میلیون کسانو ته واکسین تطبیق شوی دی.

د کورونا وبا  درېیمې څپې له رارسېدو سره هم مهاله د واکسین وېش هغه څه وو،چې افغانانو کې یې له کورونا وبا سره د مبارزې روحیه راژوندۍ کړه.

سره له دې چې لاهم د دې واکسینو د تطبیق په تړاو بیلابیل باورونه او انګېرنې موجودې دي،خو عامې روغتیا وزارت یې پر اغیزمنتیا ټېنګار کوي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند مېرویس علیزی وایي، د هېواد پر کچه د کورونا وبا ضد واکسینو تطبیق مرکزونه فعال دي،خو نا امنو سیمو کې یې کله کله فعالیتونه د جګړې له امله ټکني کېږي.

علیزي زیاته کړه: « تر دې دمه په ولایتونو او ولسوالیو کې هېڅ مشکل موجود نه دی، یوازې ځینو ولایتونو او ولسوالیو کې چې جګړه ده، له امله یې هلته زموږ روغتیايي چوپړتیاوې یو څه ټکني کېږي،خو بیا هم هڅه کوو، چې واکسین د هېواد ټولو برخو ته ورسوو.»

هېواد ته د چین ساینو فارم او جانسن جانسن امریکايي واکسینو له لېږد  وړاندې پنځه سوه زره ډوزه هندی واکسین رارسېدلي وو،چې یو شمېر کسانو ته یې دواړه ډوزه تزریق نه‌ شول،خو واکسین ختم شول،چې دې چارې د معافیت په برخه کې د خلکو اندېښنې راپارولي دي.

روغتیا وزارت بیا  وايي، هڅه کوي، د روانې جولای میاشتې تر پایه نور هندي واکسین هم هېواد ته راوړي.

د کابل ښار اوسېدونکی نورا جان بهیر وايي:«  له حکومته مو غوښتنه دا ده،چې هغو کسانو لپاره له هند څخه د واکسینو مرسته وغواړي، چا چې یو ډوز هندی واکسین کړی،که داسې و نه شي، ښايي د دویم ډوز وخت تېر شي او  له روغتیايې ستونزو سره مخ شو.»

عامې روغتیا وزارت د تېرو ۲۴ ساعتونو ارقام ښيي،چې په دې موده کې ۱۵۷۰ کسان پر کورونا وبا اخته شوي او ۶۷ نور ترې مړه شوي دي.

روغتیا وزارت  وايي،  د نویو پېښو په ثبت سره هېواد کې پر کورونا وبا د ټولو  اخته کسانو شمېر ۱۳۴ زره او ۶۵۳ ته  او د مړو شمېر ۵ زره او ۷۹۱ ته ورسېد.  

عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، د کورونا وبا ضد واکسینو  د تطبیق په مرسته د کورونا وبا ګواښ راکم کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist