Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عاصم منیر یو ځل بيا افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو د موجوديت ادعا کړې

عاصم منیر یو ځل بيا افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو د موجوديت ادعا کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/18

د پاکستان پوځ لوی درستيز عاصم منیر د دې هېواد د پوځي چارواکو په یوې ناسته کې ادعا کړې، چې د  پاکستان ضد سله‌والې ډلې د ډیورنډ فرضي کرښې دا غاړه فعالیت کوي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر د نوموړي له قوله لیکلي او ادعا یې کړې، چې ګواکې دغه نیابتي وسله‌والې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي او له هغه ځایه په پاکستان کې دننه د دې هېواد اقتصادي امنیت ګواښي.

د پاکستان لوی درستیز په مشخص ډول له چین سره د دې هېواد د ګډې اقتصادي پروژې سي پېک نوم یاد کړی او زيات کړې يې ده، چې دغه وسله‌والې ډلې یې د عملي کېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه زیاته کړې:« په دې فورم کې پر دې خبرې وشوې، چې وسله‌والې ډلې څنګه په افغانستان کې فعالیت کوي او له هغه ځایه سیمه‌ییز او نړیوال امنیت ګواښي؟ د دې ترڅنګ دغه نیابتي ډلې د پاکستان او د دې هېواد د اقتصادي ګټو په ځانګړي ډول د چین او پاکستان اقتصادي دهليزپر ضد فعالیت کوي.»

اسلامي امارت بيا د پاکستان دغه لوړپوړي پوځي چارواکي تورونه په کلکه ردوي او وايي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د بل هېواد په وړاندې جبهه نه نیسو، نه هم چاته اجازه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې استعمال شي. خو متاسفانه پاکستان پرله پیسې تورونه پورې کوي او د خپلو مسوولیتونو پړه پر افغانستان اچوي.»

د دې ترڅنګ د افغانستان حکومت ته نږدې المرصاد رسنۍ د داعش اړوند د هغو دوو تاجکستاني اتباعو ویډیو خپره کړې، چې په کې نیول شوي کسان پخپله اعتراف کوي او وايي، غوښتل یې پاکستان ته لاړ شي او په کویټه کې له پوځي زده‌کړو وروسته په افغانستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

د سیاسي چارو شنونکي هم د پاکستان دغه تورونه غلط استدلال او د نه منلو وړ ګڼي.

 دوی وايي، پاکستان پخپله د ترهګرو روزنې او پالنې ځای پاتې شوی او اوس غواړي د ملامتۍ دغه بار له خپلو اوږو ښکته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس ځاځی وايي:« دا د منلو وړ نه ده، دا له منطق او استدلال هم لرې خبره ده، پاکستان تل د ترهګرو ځای پاتې شوی، اوس پاکستان د سي پېک پروژې ناکام والي او خپل اقتصادي رکود لپاره پلمې لټوي، ترڅو څنګه وکولی شي چې د حکومت دغه نیمګړتیاوې او د حکومت دغه ناکامي، دغه پړه پر بل حکومت واچوي.»

پاکستان له دې وړاندې هم په ځلونو ورته تورونه پوړې کړي، چې د افغانستان حکومت په ګډون پخپله تحریک طالبان پاکستان ډلې هم په کلکه رد کړي.

ټي.ټي.پي د روان زېږدیز کال د مارچ پر اتمه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازي منیر اکرم ورته څرګندونو ته د اعلامیې له لارې غبرګون کې پر دې ټینګار کړی، چې یاده ډله خپل ټول فعالیتونو د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې تنظیموي او د افغانستان په ګډوڼ د هېڅ بل هېواد له خاورې ګټې اخیستنې ته اړتیا نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist