Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عاصم منیر: کابل د نوې ډیلي په همکارۍ د پاکستان ضد دسیسې جوړوي

عاصم منیر: کابل د نوې ډیلي په همکارۍ د پاکستان ضد دسیسې جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/18

د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا د افغانستان پر حکومت په دې هېواد کې د فعالو وسله ‌والو ډلو د ملاتړ تور پورې کړی.

ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې هغه په بروکسېل کې له رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان اوسني حکومت ته خبرداری ورکړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې دې د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو ته د وسله‌ والو لېږلو هڅې نه کوي.

عاصم منير ویلي، هېواد یې له اوږدو کلونو راهیسې پر افغانانو ګڼ احسانونه کړي، خو د نوموړي د ادعا پر اساس په بدل کې یې افغانستان د هند په همکارۍ د دې هېواد پر وړاندې دسیسې جوړوي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي: « موږ له تېرو اوږدو کلونو راهیسې له افغانانو سره مهرباني او احسانونه کړي، خو د جبران پر ځای د هند په همکارۍ زموږ پر وړاندې دسیسه جوړه شوې ده.»

هغه د هر پاکستاني وګړي له ژوند او سر ساتنه د ځان مسوولیت ګڼي او افغان لوري ته ګواښ کوي چې د دوام په صورت کې به غبرګون او ځواب ورکړي.

د اسلامي امارت حکومت زموږ  له اړیکو سربېره په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ورته تورونه په کلکه رد کړي او دا ډول ادعاوې یې د امنيت په ټينګولو کې د دې هېواد پاتې راتلل بللي.

د اسلامي امارت حکومت پر اسلام‌اباد غږ کړی چې خپل امنیت په خپله ټینګ کړي او د ورته متوجه مسوولیتونو بار دې پر نورو نه اچوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان د افغانستان او افغان ملت پر وړاندې ډېر زیلانه سیاست او جنایتکارانه اجنډا لري. ما تل ویلي چې د پاکستان، ایران او هغو هېوادونو په خبرو باید باور ونه شي چې پر افغانستان یې نظامي یرغل کړی.»     

د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې د تورونو نوې لوبه روانه کړې او امریکا ته د دې هېواد د پوځ لوی درستیز وروستیو پرله پسې سفرونو موخه هم د همدې لوبې یوه برخه ګڼي.

د دوی پر باور، نوموړی ښايي په دې اړه له امریکايي امنیتي او پوځي چارواکو سره هم غږېدلی وي او په دې اړه یې له هغه اړخه مشخصه اجنډا هم اخیستې وي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستاني جنرال په دې وروستیو کې امریکا ته تګ راتګ زیات کړی او زه فکر کوم چې دوی بیا د یوې دسیسې په لټه کې دي. په بروکسېل کې د هغه له تازه څرګندونو ښکاري چې غواړي دلته یوې بلې توطیې ته لاره پرانیزي. د دې امکان هم شته چې په دې اړه یې له ځینو امریکايي چارواکو سره خبرې هم کړې وي. دا تورونه د هغو نورو تورونو په څېر دي چې دوی بار بار پر افغانستان لګولي او وايي چې ټي.ټي.پي، القاعده او نورې ډلې په افغانستان کې دي.»   

دا داسې مهال ده چې پاکستان که له یوې خوا د افغانستان له اوسني حکومت سره تر یوه بریده د همکارۍ او د اړیکو د نږدېوالي دعوې کوي، خو له بلې خوا په خپله د اسلامي امارت له مخالفینو سره په پټه او ښکاره د دوستۍ او خبرو اترو غاړه نیسي.

د همدې خبرو د اثبات لپاره تازه پاکستان د روانې اګست میاشتې په ۲۵مه او ۲۶مه په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت د سیاسي مخالفینو د ناستې کوربتوب کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist