Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عاصم منیر: افغانستان کې مېشت وسله وال د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو پر وړاندې یوازېنی خنډ دی

عاصم منیر: افغانستان کې مېشت وسله وال د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو پر وړاندې یوازېنی خنډ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/16

د راپورونو له مخې، د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروستيو جنجالونو له امله د کابل او اسلام ‌اباد اړيکې تر بل هر وخت زیاتې پیکه شوې ښکاري او له امله یې پر افغانستان د پاکستان نيوکې بيا ځل پيل شوې دي.

تازه د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر په خیبر پښتونخوا کې له سیاسونو سره د لیدنې پر مهال ويلي، له کابل سره یې یوازېنۍ ستونزه هلته د هغو وسله ‌والو موجودیت دی چې د پاکستان ضد عمل کوي.

د پاکستان د پوځ لوی درستيز زیاته کړې: « افغانستان يو ورور ګاونډی او مسلمان هېواد دی. يوازېنۍ مساله هلته د وسله ‌والو موجوديت او له ډېورنډ کرښې په پاکستان کې د ترهګرۍ خورېدل دي. دا ستونزه به تر هغې پر خپل ځای وي چې دوی دغه مساله حل کړې نه وي.»

له دې وړاندې هم د پاکستان لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزارت کې مهمو چارواکو په افغانستان کې د پاکستان ضد عناصرو د موجوديت ادعا کړې وه، خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت دا ادعاوې بې اساسه بولي.

که څه هم سرپرست حکومت د عاصم منير د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د پوځي چارو شنونکي وايي، پاکستان د خپل امنيت ټينګولو د اصلي مسووليت پر ځای، په ورته ادعاوو ځان غولوي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د پاکستاني چارواکو هره خبره د افغانستان لپاره زهر مطلق ده؛ په ځانګړې توګه د دې عاصم منیر خبرې. همدا څه موده وړاندې یې پر افغانستان بمبار ونه کړ، د طالبان ویاند او سرپرست وزیر څو ځلې غږونه ونه کړل چې زموږ له خوا د نړۍ هېڅ هېواد او په ځانګړې توګه ګاونډیانو ته هېڅ ډول ګواښ نه شته. موږ باید په دې خبرو خپل وخت ضايع نه کړو.»

ځينې نور بیا پاکستان پر لوړه کچه له سياسي او اقتصادي بې ‌ثباتۍ سره مخ يادوي او په باور يې په ورته ادعاوو سره د افغانستان ناسم انځور د وړاندې کولو لپاره خپله بي ثباتي توجيه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا درې ټکي ډېر مهم دي؛ یو دا چې دوی غواړي بیا په پښتنو سیمو کې عملیات وکړي، دویم دا چې د ټي.ټي.پي پړه پر افغانستان واچوي او افغانستان کې هغه نړیوال سیاسي باور زیانمن کړي چې اوس موجود دی، دوی ځکه دا خبرې کوي.»

د نړيوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري وايي: « پاکستاني چارواکي په عمومي توګه هڅه کوي چې د افغانستان په اړه سختې خبرې وکړي او ځینې نورې هم نرمې. زه فکر کوم په عمومي توګه د افغانستان او پاکستان اړیکې به ژر ښې نه شي. د دې لوی لامل دا دی چې پاکستان له امنیتي ننګونو سره مخامخ دی.»

د پاکستان له خوا د ورته ادعاوو پر وړاندې، د اسلامي امارت سرپرست حکومت موده وړاندې ويلي وو چې په افغانستان کې د داعش له لوري ترسره کېدونکي بريدونه له هغو مرکزونو پلان کېږي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې دغې ډلې ته جوړ شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist