Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان په لنډ مهال کې د امریکايي ځواکونو وتل غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/02

بهرني ځواکونه باید د یو منځ مهالي مهالوېش پر اساس بهر شي.

طالبان او امریکان په پنځم پړاو خبرو کې چنې وهي چې له افغانستان څه ډول او په څومره وخت کې بهر شي.

له اتلس کلنې جګړې وروسته داګام له دې امله ټکان ورکوونکی دی چې افغانستان په یو ښه وضیعت کې نه ښکاري.

امریکا باور لري چې د سولې تړون ته په رسېدو افغانستان کې خپل قوتونه کموي خو طالبان په لنډ مهال کې د ټولو هغو بهرنیو ځواکونو وتل غواړي چې دوی ورسره په جګړه بوخت و.

اندېښنه داده چې کېدای شي د بهرنیو ځواکونو وتل په اوس کې افغانستان د سیمې هېوادونو لاس ته وغورځوي.

خو د امریکایي ځواکونو د وتلو پرسر اندېښنې دادي چې افغانستان به ګني یو ځل بیا له سخت دریځۍ  سره مخ شي.

د امریکا دفاع وزارت نیویارک ټایمز ته مالومات ورکړي چې بهرني قوتونه به له درېیو تر پنځو کلونو له افغانستانه ووځي چې اوه زره یې ممکن ژر ووځي.

اوس د بهرنیو ځواکونو د وتو لپاره دا وړاندیز کېږي چې افغانستان کې دې د لنډمهال لپاره د اسلامي هېوادونو ځواکونه دېره شي.

امریکایانو افغانستان کې اتلس کاله تېر کړل خو په خپل هدف کې بریالي نه یادیږي چې هم پاکستان سره دوستي وساتي او هم افغانستان کې سوله او ثبات راوړي خو د وتو لپاره د مناسب وخت لپاره انتظار لري.

اوس چې دلته مرکزي حکومت له ننګونو سره مخ دی د بهرینو ځواکونو وتلو سره د کورنیو جنجالونو په تړاو انديښنې هم شته.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور سره په ښکاره ټول جوړ نه ښکاري خو سیمه کې روان وضیعت ته په کتو ټینګار کېږي چې امریکایان باید په تدریج سره خارج شي.

اوس به ولیدل شي چې طالبان او امریکایان په قطر کې په څه ډول پلان سره قناعت کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist