Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان پسرلنیو عملیاتو ته په چمتووالي بوخت دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/18

طالبان د پسرلنیو عملیاتو د پیل لپاره د چمتوالي په حال کې دي .

د هوا په ګرمېدو سره یو ځل بیا طالبان د جګړې لپاره په چمتووالي بوخت دي.

طالبان وايي، تر اوسه یې د نوي کال عملیاتو ته نوم نه دی ورکړی او د ثور میاشت کې به یې پیل کړي .

دا چې د طالبانو د عملیاتو پروړاندې ملي دفاع وزارت څه تدابیر لري، وزارت یې په تړاو له څه ویلو ډډه کوي .

خو غوښتنې بیا دا دي چې دواړه لوري دې د سولې خبرو ته انتظار وباسي او له جګړې دې لاس واخلي .

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد ته وویل چې د ژمي په پایته رسیدو سره به دافغان ځواکونو پروړاندې خپل عملیات پیل کړي .

مجاهد وايي لا یې د نوي کال عملیاتو ته نوم نه دی ورکړی خو دپیل سره سم به یې نوم هم په ډاګه کړي .

طالبان هرکال خپلو عملیاتو ته نومونه ټاکي چې تیرکال یې د الخندق عملیاتو په نوم جګړه پیل کړه او تراوسه دوام لري .

ملي دفاع وزارت هم هرکال د هوا په ګرمیدو سره د طالب وسله والو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره چمتوالی نیسي خو دا چې سږ کال یې تدابیر څه دي د دغه وزارت ویاند قیس منګل په دې تړاو خبرو کولو ته وخت نه لري .

شنونکي بیا په دې باور دي چې سږکال دطالبانو او امریکا ترمنځ دسولې خبرې په چټکي سره روانې دي او هیله مندي شته چې پایله به ورکړي.

غوښتنه دا ده چې دواړه لوري دې دسولې مذاکراتو ته په تمه شي او جګړې ته د چمتووالي پرځای دې دواړه خواوې دفاعي حالت غوره کړي .

افغان حکومت هم تیر کال د شفق په نوم هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي و چې لاهم دوام لري د چارواکو په خبره چې د دغو عملیاتو پایله کې ګڼ شمیر سیمې تصفیه او په سلګونه وسله وال وژل شوي دي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist