Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: له حکومت سره د سیاسي اړخ په توګه خبرې کوو

admin by admin
2019/07/28

طالبان وایي، له حکومت سره د سیاسي اړخ په توګه خبرې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، (( بین الافغاني مذاکرات به د ټولو سیاسي جهتونو له مشترک مذاکراتي ټیم سره وي، د کابل اداره به د حکومت په حیث نه بلکې د نورو سیاسي جهتونه په څیر یو جهت وي او دا کار به له امریکایانو سره د مهال ویش تر اعلان وروسته کیږي.))

له دې سره سرچینو ویلي، د افغانانو د ګډ ټيم او طالبانو ترمنځ خبرې ښايي په نږدې ورځو كې په ناروې هېواد كې ترسره شي.

د سولې لپاره د حکومت وزیر عبدالسلام رحیمي ویلي، افغان ۱۵ كسيز ټيم به د جمهوري اسلامي ټيم په نوم له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

 ښاغلي رحیمي ويلي، له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره چمتووالى پيل شوى او دغه خبرې به تر راتلونکو دوو اونيو پيل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له ښکېلو اړخونو سره یې د ۱۵ کسیز پلاوي په ټاکلو کار او مشورې پیل کړې او دا مهال د خبرې کوونکي پلاوي نوملړ په وروستي کېدو دی.

له دې سره سم، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د سولې بین الافغاني مذاکرات به د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې وروسته ترسره کېږي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي، د طالبانو خبرې به له یو داسې افغاني ټیم سره ترسره کېږي چې د حکومت، سیاسي احزابو، مدني ټولنې او د ښځو استازیتوب وکړی شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist