Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: له امریکا سره پر مسودې هوکړې ته نه یو رسېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/04

د طالبانو ویاند وايي، قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې په تدریجي توګه پر مخ روانې دي.

رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دوی او امریکا ترمنځ موضوع مهمه او حساسه ده، نو ځکه هر ګام په احتیاط پورته کوي.

مجاهد ویلي، په تیرو ناستو کې د دوی او امریکا ترمنځ له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو او افغان خاوره د چا په ضد نه کارولو هوکړه شوې وه، چې اوس د همدې موضوعاتو په جزیاتو او څرنګوالي خبرې روانې دي.

د مجاهد په خبره، لا تر اوسه د دواړو لوریو ترمنځ پر کومه مسوده او سند توافق ندی راغلی.

مجاهد وایي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو او افغان خاوره د بل چا په ضد نه کارولو پرته په نورو هېڅ موضوعاتو خبرې نه دي شوي.

له دې سره د طالبانو د مرستیال د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي، ملا عبدالغني برادر د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله سره په قطر کې لیدلي دي.

طالبانو په اعلامیه کې ویلي، چې ازبکستان د افغان سولې پروسه کې د هر راز همکاري ډاډ ښودلی او هوډ یې څرګند کړی چې د افغانستان اقتصادي پراختیا کې به مرستې کوي.

ازبکستاني پلاوي طالبانو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان په داخلي چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist