Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: د پاتې طالب بندیانو نه خلاصون د سولې پر بهیر منفي اغېزه کوي

admin by admin
2021/01/17

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي چې پرون ماسپیښين د دې دفتر مشر ملا برادر او د مذاکراتي ټيم مشر شيخ عبد الحکيم حقاني د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له قومندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي.

محمد نعیم دغه راز وایي، په دغه کتنه کې دواړو خواوو د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې پر اهمیت او د دې هوکړې د ټولو مادو پر پلي کېدو خبرې وکړې.

محمد نعیم زیاتوي، په دغه کتنه کې طالب پلاوي د خپلو پاتې بنديانو د خلاصون او د تورو ليستونو پای ته رسولو موضوعاګانې چې د دوحې تړون مهمې مادې دي، یادې کړې او ټینګار یې وکړ چې د یادو دوو موضوعاګانو په اړه عملي ګامونه نه اخيستل، د مذاکراتو پر روان بهير منفي اغيز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له نن سره ۱۱ ورځې کېږي چې هېڅ ډول رسمي ناسته د سولې مذاکراتي پلاویو ترمنځ نه ده ترسره شوې.

سرچینې وایي، په پام کې وه نن دواړه ټیمونه ناسته ترسره کړي، خو د تمې خلاف، بیا هم  کومه ناسته ونشوه.

د جمهوریت د مذاکراتي ټیم ځینو غړو بیا شمشاد ته ویلي چې دوی د خبرو پيل کې ستونزه نلري او دوی د طالبانو غږ ته په تمه دي.

د سولې بهیر څارونکي بیا وايي چې طالبان خبرو ته بېړه نلري او غواړي چې د امریکا د نوې ادارې رسمي تګلاره واوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist