Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان د ترکیې پر کنفرانس او د قطر پر بین الافغاني مذاکراتو له سره غور کوي

admin by admin
2021/04/17

په قطر کې د افغان سولې بې پایلو خبرو وروسته، قطر، ترکیې او ملګرو ملتونو په ګډه د سولې خبرو برخلیک مالومولو لپاره ترکیې کې د یوې غونډې لپاره چمتووالی نیولی، خو طالبان د دغه کنفرانس په تړاو له سره غور کوي.

طالب ویاند ذبیح مجاهد وايي٬ د قطر او ترکیې ناستې په تړاو يې مشران له سره غور کوي او دا به ورسته مالومه شي چې څه ډول پرېکړه کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: (( په دې ټوله پروسه باندې له سره غور روان دی وروسته به مالومه شي چې موږ څه ډول تصمیم نیسو.))

له بلې خوا، په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوی وايي، دوحه کې خبرې په ټپه ولاړې دي او د ترکیې د ناستې برخلیک لپاره انتظار باسي.

یاد پلاوی وایي: (( تردې مهاله په قطر کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې په ټپه ولاړي دي، خو موږ د استانبول د ناستې د برخلیلک لپاره انتظار باسو.))

د ترکیې ناستې نېټه، د روانې اپرېل میاشتې ۲۴مه ټاکل شوې ده، کوربه هېواد، ملګرو ملتونو او افغان حکومت ورته چمتووالی نیولی، خو طالبانو له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د امریکايي سرتېرو د وتلو نېټه وځنډوله، وویل، تر هغې چې بهرني ځواکونو په افغانستان کې شتون ولري، نو طالبان به په هغو ناستو کې چې د افغانستان په تړاو په کې پرېکړې کېږي، ګډون ونه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist