Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: د اوربند هوډ نه لرو

admin by admin
2019/12/30

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی د اوربند کوم هوډ نه لري.

مجاهد وايي، د تاوتریخوالي کمېدو په تړاو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او په دې تړاو مشورې روانې دي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي، د اوربند په تړاو به له مشرتابه سره له سلا مشورو وروسته پرېکړه کوي.

شاهین ویلي، د اوربند په تړاو خپاره شوي راپورونه شایعات دي.

تر دې وړاندې اسوشیتد پریس راپور ورکړی و چې د طالبانو مشرتابه منلې چې لس ورځنۍ اوربند کوي.

اسوشیتد پریس خبري اژانس تېر ماښام د ځینو طالب سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د طالبانو شورا د قطر دفتر په وړاندیز په ټول افغانستان کې لنډمهالی اوربند منلی دی.

راپور کې د اوربند دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې او افغانستان کې د اوربند منلو لپاره طالب پلاوی چې پاکستان ته تللی و، تېره ورځ بیرته قطر ته رسېدلی دی.

ویل کېږي، دغه اوربند د زلمي خلیلزاد له مهو غوښتنو څخه و او په دې سره به اوس د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک ته زمینه برابره شي.

تمه ده چې بین الافغاني مذاکرات د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې تر لاسلیک دوه اونۍ وروسته پیل شي؛ هغه مذاکرات چې د جگړې وروسته د افغانستان برخلیک او په هغه کې د طالبانو رول ټاکي.

ارګ ویلي، تر څو چې بین الافغاني خبرې پیل نه شي، د مرکچي پلاوي نوملړ نه خپروي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د بین الافغاني خبرو لپاره یې ۱۵ کسیز پلاوی چمتو کړی.

له دې سره باور کېږي چې د حکومت او سیاسیونو ترمنځ د کسانو پر سر جنجال د دې لامل شوی چې لا هم له طالبانو سره د خبرو لپاره پر افغان شموله پلاوي هوکړه نه ده شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist