Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان باید د سلګونه بندیانو په اړه وضاحت ورکړي

admin by admin
2020/05/11

افغان حکومت له طالبانو نه د سلګونه افغان ځواکونو د ژوند او مرګ په اړه وضاحت غواړي.

افغان حکومت وايي طالبانو تر اوسه د زندانیانو د خلاصون برخه کې تعهدات نه دي عملي کړي او تر هغې چې دغه ډله ۲۰۰ افغان امنیتي ځواکونه ازاد نه کړي د حکومت له زندانونو به هم نور طالب زندانیان ونه وځي.

ملي امنیت شورا له طالبان د سلګونه هغو زندانیانو د ژوند او مرګ په اړه وضاحت وغوښت چې دوی یې لیست ور سپارلی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند وايي، طالبانو تر اوسه د هوکړې مطابق زندانیان نه دي ازاد کړي او دوی هم د طالب بندیانو د خلاصون پروسه درولې ده.

جاوید فیصل داسې وویل (( هغه لیست چې د افغان دولت له لوري طالبانو ته سپارل شوي تر اوسه د هغه مطابق زندانیان نه دي ازاد شوي. طالبان باید ملت او نړیوالې ټولنې ته د هغو ۶۱۰ تنه زندانیانو په اړه وضاحت ورکړي چې د دوی لخوا نیول شوي دي. طالبانو تر اوسه د هغو زندانیانو په اړه وضاحت ندی راکړی چې ایا ژوندي دي، وژل شوي او که په چا یې پلورلې دي.))

د ملي امنیت شورا ویاند یو ځل بیا په طالبانو نیوکه وکړه، چې تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی او سولې ته هیڅ ژمنتیا نلري.

جاوید فیصل داسې وویل (( موږ په وار وار له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه، د سولې لپاره مو مذاکراتي ټیم اعلان کړ او طرحه مو هم وړاندې کړه خو طالبان تر اوسه د سولې لپاره نه طرحه لري او نه یې کوم  عملي اقدام کړی بلکې اوس هم په تاوتریخوالي باورمند دي.))

خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو ټویټ کې ویلي چې نن او تېره ورځ یې په فاریاب او بادغیس ولایتونو کې د افغان دولت ۵۳ تنه زندانیان ازاد کړي دي.

سهیل شاهین داسې لیکلي ((  د افغانستان اسلامي امارت د بندیانو د خلاصون د پروسې په لړ کې، نن او پرون هم ۵۳ تنه بندیان په فاریاب او بادغیس ولایتونو کې خوشې کړل. چې هریوه تن ته یې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه ورکړل شوه.))

که څه هم دبندیانو د خلاصون بهیر خلکو سره تمې پیدا کړي چې جګړه به کمه شي او بین الافغاني خبرې به پیل شي خو تر اوسه دغه اقدام جګړه نه یوازې چې کمه کړې نده بلکې د جګړې سنګرونه هم ورسره ګرم شوي دي.

په ټوله کې د جګړې له خواوو غوښتنه کېږي چې د قطر هوکړه دې عملي کړي، د زندانیانو د خلاصون بهیر دې چټک کړي، تاوتریخوالی دې  کم کړي تر څو بین الافغاني خبرو ته ور پرانیستل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist