Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو په شمال کې پر عایداتي سرچینو ولکه ټینګه کړې

admin by admin
2019/07/29

طالبانو په شمال کې یو شمیر عایداتي سرچینې تر ولکې لاندې راوستي او جګړه ترې تمویلوي. 

په ولسي جرګه کې دشمال استازو اندیښنه وښوده چې شمالي ولایتونو کې دطالبانو تر ولکې لاندې سیمې لاپسې پراخه شوي .

د بدخشان استازي حجت الله خردمند وویل، اوس طالبانو د بدخشان دلاجوردو، داقچې او میمنې ترمنځ ګمرک او د سمنګانو د سکرو کانونه ترخپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د ولسي جرګې غړی حجت الله خردمند داسې وايي (( د کران او منجان ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلي، د لاجوردو کاڼ چې دا ستره عایداتي سرچینه ده اوس د طالبانو په ولکه کې دی او د سیمې خلکو راته ویلي چې همدا اوسمهال په کې دوه زره کسان په کار بوخت دي او کان سپړي.))

ازاد بحث کې ځینو وکیلان بیا د ولسمشرۍ پر نوماندانو غږ وکړ چې د رایو اخیستو لپاره دې قومي، سمتي او مذهبي تعصباتو ته لمن نه وهي.

وکیلانو وویل (( موږ له تاسو هېله کوو، هغه مسایل چې قومي وي، ژبني، سمتي او مذهبي وي د کمپاینونو پرمهال ترې ډډه وکړئ څو د خلکو د جلا والي سبب نه شي،،،، له  ټولو نوماندانو مې غوښتنه ده چې د کمپایني مبارزو پر مهال ملي یووالي ته ژمن پاتې شي.))

د حکومت هغه پریکړه هم د وکیلانو له نیوکو سره مخ شوه چې د پوهنې د پراختیا بودجه یې ټاکنو ته ورکړې ، خو ځینو نورو د ضرورت په اساس د حکومت د دې پریکړې ملاتړ کړی.

د جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا د ولسي جرګې کمیسیونونو د رییسانو له غیر حاضرۍ شکایت درلود چې ټول کارونه یې ټکنې دي.

ولسي جرګې پر حکومت دا نیوکه هم درلوده چې د خپلو صلاحیتونو خلاف یې ځینې بودجوي واحدونه زیات کړي او دقانون سره سم د بودجوي واحدونو رامنځ ته کول یوازې دملي شورا له صلاحیتونو دي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist