Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو پنجشیر ولایت نه دی نیولی

admin by admin
2021/08/18

د طالبانو اسلامي امارت په لسو ورځو کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد ۳۳ ولایتونه تر خپل حاکمیت لاندې راوستل،خو پنجشیرهغه ولایت دی،چې طالبان یې د کومې سیمې په نیولو نه دي توانېدلي.

اخوا بیا په خواله رسنیو کې داسې مالومات خپاره شوي،چې امرالله صالح او احمد مسعود په دغه ولایت کې دي او د طالبانو پر وړاندې یې  د مقاومت اعلان کړی او له خپلو خلکو یې غوښتي چې د دوی ترڅنګ ودریږي .

صالح پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي،چې په پنجشیر کې دی او هېڅ کله به د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند ونه کړي.

د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود وايي:« په پنجشیر کې یم او د خپلو خلکو ترڅنګ او تر پایه به د خپلو خلکو تر څنګ پاتې شم.»

درې ورځي کېږي،چې طالبان پر کابل واکمن دي،خو د حکومت د رهبرۍ لپاره یې څوک نه دي ټاکلي،  د دغې اندیښنې ترڅنګ سربیره پنجشیر ته د طالبانو نه ورتګ هم اندیښنې پیدا کړي دي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« په ټول افغانستان کې  د یو پنجشیر پاتې کیدل او هلته د طالبانو نه تګ  او د مسعود زوی او امرالله صالح د قوتونو پر جوړولو بوخت دي. اوس اندیښنه دا ده،چې طالبان به  پرحکومتوالۍ بوخت وي او هغوی به  په هېواد کې بیا ځلي جګړه پیدا کړي.»

خو ځینې پوځي کارپوهان بیا وايي، له ټول افغانستان سره یو ولایت جګړه نه شي کولای او په پنجشیر کې راټولې شوې دغه څیرې نه شي کولای،چې جګړه پراخه او ګډوډي رامنځ ته کړي .

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« هغه اندیښنې،چې د جګړې او بیا مقامت په تړاو موجود دي،ډېر د باور وړ نه دي،ځکه ماتې ماتې ده او بریا بریا ده.هغه چا چې یو ځل ماتې خوړلې او د ولس له ملاتړه بې برخې شوی دی، بیا په یوازې پنجشیر باندې نه شي کولای،چې ټول افغانستان تهدید کړي لکه پخوا چې هم نه وو توانیدلي.»

که څه هم د طالبانو اسلامي امارت په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي،خو داسې ویل کېږي،چې هڅې روانې دي پنجشیر هم له جګړې پرته د امارت ترحاکمیت لاندې راشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist