Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو د اسلامي امارت پالیسي اعلان کړه

admin by admin
2021/09/08

طالبانو د چهار شنبې په شپه د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۵ مه» په رسمي ډول د خپل حکومت او کابینې اعلان سره جوخت په یوه خبرپاڼه کې د خپل حکومت او کابینې پالیسي هم خپره خبره کړه.

 دایمي سولې ته ژمنتیا، د ټولو حقونو خوندیتوب، یو ټول شموله حکومت او مسلکي کسانو ته مسوولیت سپارل د پالیسۍ څو مهم موارد دي.

د اسلامي امارت په پالیسیو کې راغلي، په هېواد کې د تلپاتې سولې هڅې، د ټولو حقونو ته پاملرنه، یو ټولشموله حکومت، زده کړو ته لاسرسی، په دندو د مسلکي کسانو ګومارنه او همدا راز له خلکو غوښتل شوي چې بهر ته د تللو هڅه دې نه کوي.

د سیاسي چارو  شنونکی ویس ناصري وايي: «هغوی خبرپاڼه کې خوږې کلمې ذکر کړي، خو خبرې او عمل یې سره توپير لري. دوی محدویتونه او انحصار کوي او مبارزه یې همدا ده.»

د خلکو په بارو د دې پالیسۍ په یو شمېر ټکو طالبانو مخکې هم ټینګار کړی،خو عملي شوي نه دي او خلک رضایت نه لري.

سیاسی فعال سیرت ساپی وايي:«سره له دې چې کابینه نمګړتیاوې لري او پالیسۍ کې ښو ټکو ته اشاره شوې، ژمنې نه عملي کېږي او خلک له طالبانو رضایت نه لري، ورځ تر بلې اندښنې زیاتېږي.»

یو شمېر نور کارپوهان بیا زیات خوشبین نه دي، چې خپره شوې خبرپاڼه کې ټول موارد دې عملي شي.

سیاسي شنونکی ویس ناصري وايي: «د طالبانو شل کلنه مبارزه یوازې د قدرت او شخصي ګتو لپاره وه،نه د اشغال پای ته رسیدو لپاره او یا د اسلامي نظام حاکمیت لپاره. دوی سره تل د نورو هېوادونو ملاټر وو.»

د طالبانو سرپرست حکومت اعلان سره که څه هم خلکو ته هیلې پیدا شوي، چې درېدلې دولتي چارې به ورسره بېرته پيل او تر یوه حده به شته ستونزې حل شي، خو اندېښنې دا دي، چې اعلان شوې کابینه ټول شموله نه ده او له ننګونو سره به مخ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist