Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو د استانبول ناسته کې د ګډون له پاره درې شرطونه وړاندې کړل.

admin by admin
2021/05/26

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په هغه صورت کې د استانبول ناسته کې ګډون کوي،چې یاده ناسته لنډه وي،د ناستې اجنډا کې د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې شاملې نه وي او د طالبانو شتون  په کې په ټيټه کچه وي.

د طالبانو یوه بل مهم چارواکي هم  په استانبول ناسته کې د ګډون له پاره د طالبانو دغه درې شرطونه تائید کړي.

ټاکل شوې وه،د امریکا متحده ایالتونو په وړاندیز د افغان سولې په اړه دغه ناسته د ترکیې او قطر په کوربتوب د اپرېل په ۱۶مه نېټه د لسو ورځو له پاره پیل شوې وای، خو طالبانو تېره میاشت وویل، د ناستې جزئیات له دوی سره نه دي شریک شوي او له همدې امله کې ګډون نه پکې کوي.

تر هغه وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، د افغان د سولې په اړه د استانبول ناسته به د اپرېل میاشتې له ۲۴ مې بیا د مې تر څلورمې پورې تر سره شي، خو طالبانو یو ځل بیا په دغه ناسته کې له ګډون انکار وکړ.

طالبانو وویل، تر هغو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون ولري، دغه ډله به د افغانستان د راتلوونکي په اړه په هېڅ تصمیم نېوونکې ناسته کې ګډون ونه کړي.

دغه طالب چارواکي په دې اړه چې د استانبول ناسته کې به د طالبانو پر استازولۍ کوم اشخاص ګډون وکړي،څه نه دي ویلي.

بل پلو د  افغانستان مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري ،د استانبول ناسته کې په درې شرطونو د طالبانو د ګډون په اړه ناخبري وښووله او وايي تر اوسه پورې دوی ته په دې اړه رسمي معلومات نه دي رسېدلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist